تاريخ

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 2

ډېرو جلاوطنو خلکو د څپرکیل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې.
2 دا د هغوی مشران وو: زروڅپرکیل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه. دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
3 ‏-
20 د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه د آرح له طایفې څخه - ۷۷۵ تنه د فحت مواب له طایفې څخه (چې د یشوع او یواب د اولادې څخه وو) - ۲۸۱۲ تنه د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه د زتو له طایفې څخه - ۹۴۵ تنه د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه د باني له طایفې څخه - ۶۴۲ تنه د ببای له طایفې څخه - ۶۲۳ تنه د عزجد له طایفې څخه - ۱۲۲۲ تنه د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۶ تنه د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۵۶ تنه د عادین له طایفې څخه - ۴۵۴ تنه د آطیر له طایفې څخه (د حزقیا په نوم هم یادېده) - ۹۸ تنه د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۳ تنه د یوره له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه د حاشوم له طایفې څخه - ۲۲۳ تنه د جبار له طایفې څخه - ۹۵ تنه
21 -
35 هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول: د بیت لحم څخه - ۱۲۳ تنه د نطوفه څخه - ۵۶ تنه د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه د عزموت څخه - ۴۲ تنه د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه د بیت ییل او عای څخه - ۲۲۳ تنه د نبو څخه - ۵۲ تنه د مغبیش څخه - ۱۵۶ تنه د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۵ تنه د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه د سناعه څخه - ۳۶۳۰ تنه
36 ‏-
39 دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یدعیا د طایفې څخه (چې د یشوع د اولادې څخه وو) - ۹۷۳ تنه د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه
40 ‏-
42 د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه (چې د هودویا اولاده وه) - ۷۴ تنه د خدای د کور د سندرغاړو څخه (چې د اساف اولاده وه) - ۱۲۸ تنه د خدای د کور د ساتونکو څخه (چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه) - ۱۳۹ تنه
43 ‏-
54 د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
55 -
57 د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې: سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.
58 د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
59 -
60 شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
61 ‏-
62 د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول.
63 د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
64 ‏-
67 د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو: اسونه - ۷۳۶ قچرې - ۲۴۵ اوښان - ۴۳۵ خره - ۶۷۲۰
68 کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو رضاکارانه نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي.
69 هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلوګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.
70 کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه اوسېدلي وو.