تاريخ

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 5

په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل.
2 کله چې د شالتي ییل زوی زروڅپرکیل او د یوصاداق زوی یشوع د هغوی پیغام واورېد، په اورشلیم کې یې د خدای د کور په بیا ودانولو پیل وکړ او دواړو نبیانو د هغوی سره مرسته وکړه.
3 تتنای د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی ملګري مامورین پرته له ځنډه اورشلیم ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟»
4 همدارنګه یې د هغوی نه پوښتنه وکړه: «د هغو سړیو نومونه راکړئ چې د خدای د کور په جوړولو کې مرسته کوي.»
5 خو خدای د یهودیانو مشران د خپل نظر لاندې ساتل. نو والي او د هغه ډلې پرېکړه وکړه تر هغې چې هغوی داریوش ته رپوټ نه وي ورکړی او ځواب یې نه وي تر لاسه کړی، خلک به نه مجبوروي چې کار ودروي.
6 دا هغه لیک دی چې د فرات د سیند د لوېدیځ ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی همکارانو داریوش پاچا ته لېږلی ؤ:
7 «ژوندی دې وي داریوش پاچا!
8 د پاچا حضور ته دې دا راپور وړاندې شي چې مونږ د یهودا ولایت ته چې د لوی خدای کور په کې دی، لاړو. مونږ ولیدل چې هغه کور د لویو تیږو څخه جوړیږي او د هغه په دېوالونو باندې د لرګیو تیران ایښودل کیږي. دا کار په ډېر غور سره کیږي او د ودانولو کار په ښه ډول په مخ ځي.
9 بیا مونږ د قوم د مشرانو نه پوښتنه وکړه: ‹تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟›
10 همدارنګه مونږ د هغوی د نومونو پوښتنه وکړه ترڅو وکولای شو د هغو کسانو نومونه ولیکو او تاسو خبر کړو چې هغوی د دوی مشران دي.
11 هغوی ځواب راکړ: ‹مونږ د ځمکې او اسمان د خدای خدمتګاران یو او د هغه هغه کور بېرته جوړوو چې ډېر کلونه مخکې د اسراییلو د لوی پاچا له خوا جوړ شوی او د هغه د جوړولو کار سرته رسېدلی ؤ.
12 خو په دې سبب چې زمونږ نیکونو د اسمانونو خدای په قهر کړی ؤ، نو خدای هغوی د څپرکیل پاچا کلداني نبوکدنصر ته تسلیم کړل او هغه دا کور وران کړ او خلک یې د اسیرانو په توګه د څپرکیل هېواد ته بوتلل.
13 خو د څپرکیل پاچا کوروش د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال یو فرمان ورکړ چې د خدای دا کور دې بیرته جوړ شي.
14 د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر د اورشلیم د عبادت د ځای نه وړي وو او هغه یې د څپرکیل د عبادت په ځای کې ایښي وو، کوروش پاچا هغه د هغه ځای نه راوویستل او یو سړي ته یې چې شیشبصر نومېده او کوروش هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وسپارل.
15 پاچا هغه ته وویل: ”دا لوښي واخله، لاړ شه او په اورشلیم کې یې د خدای په کور کې کېږده. د خدای کور په هماغه پخواني ځای کې بېرته ودان کړه.“
16 نو شیشبصر راغی او د خدای د کور بنیاد یې کېښود. له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د هغه د جوړولو کار روان دی او تر اوسه لا پای ته نه دی رسېدلی.›
17 نو که ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي، پرېږدئ چې د څپرکیل شاهي سندونه ولټول شي، ترڅو دا معلوم شي چې کوروش پاچا په رښتیا دا امر کړی ؤ یا نه، چې په اورشلیم کې دې د خدای دا کور بېرته ودان شي. بیا مونږ خبر کړئ چې په دې هکله ستاسو پرېکړه څه ده.»