تاريخ

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


څپرکی 10

په داسې حال کې چې عزرا د خدای د کور په مخکې په دعا کې په سجده پرېوت، هغه ژړل او د قوم په ګناهونو باندې یې اقرار کاوه. د اسراییلیانو یوه ډېره لویه ډله چې سړي، ښځې او ماشومان په کې وو د هغه په شاوخوا راټول شول او ډېر سخت یې وژړل.
2 بیا شکنیا د یحییل زوی چې د عیلام د طایفې څخه ؤ، عزرا ته وویل: «مونږ د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو د خپل خدای سره خپله وفاداري ماته کړه، خو بیاهم د اسراییلو د قوم دپاره هیله شته.
3 راځئ اوس د خپل خدای سره لوظ وکړو چې مونږ به دا ټولې ښځې او د هغوی اولادونه وشړو. مونږ به دا کار ستاسو او د هغو خلکو د مشورې سره سم چې د خدای حکم ته درناوی کوي، وکړو. مونږ به د خدای د شریعت د غوښتنې سره سم عمل وکړو.
4 راپاڅېږه، دا ستا مسوولیت دی. مونږ ستا شاته ولاړ یو، نو په زړورتیا سره دا کار وکړه.»
5 نو عزرا د کاهنانو مشرانو، لاویانو او نورو اسراییلیانو ته قسم ورکړ چې دوی به د شکنیا د مشورې څخه پیروي وکړي.
6 بیا عزرا د خدای د کور د مخې نه د الیاشیب د زوی یهوحانان د خوب کوټې ته ورغی او هلته یې شپه تېره کړه. هغه نه څه وخوړل او نه یې څه وڅښل، ځکه چې د جلاوطنو خلکو په بې وفایۍ باندې یې ویر کاوه.
7 ‏-
8 د قوم د مشرانو په امر ټول اورشلیم او یهودا ته یې پیغام ولېږه، هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي، ټول باید په اورشلیم کې سره راغونډ شي. که چېرې څوک په درې ورځو کې رانغلل، نو د هغه ټول مال او جایداد به ترې واخیستل شي او هغه به د دې ټولنې څخه وشړل شي.
9 په درېو ورځو کې، د نهمې میاشتې په شلمه ورځ هغه ټول خلک چې د یهودا او بنیامین په سیمو کې اوسېدل، اورشلیم ته راغلل او د خدای د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شول. هغوی لړزېدل، ځکه چې له یوې خوا دا یوه ډېره مهمه غونډه وه او بله دا چې هلته په سخت باران کې ناست وو.
10 عزرا کاهن پاڅېد او هغوی ته یې وویل: «تاسو بې وفایي کړې ده او د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو باندې مو د اسراییلو ګناهونه زیات کړي دي.
11 نو اوس د خپلو نیکونو د څښتن خدای په مخکې د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او هغه کار وکړئ چې هغه ورباندې خوشحالیږي. د هغو پردیو خلکو نه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، جدا شئ او د پردیو ښځو څخه ځانونه خلاص کړئ.»
12 ټولو خلکو په لوړ اواز ځواب ورکړ: «تاسو په حقه خبره کوئ. څنګه چې تاسو وایئ هماغسې باید وکړو.»
13 خو هغوی زیاته کړه: «دلته ډېر زیات خلک دي او سخت باران وریږي. مونږ نه شو کولای چې دلته دباندې ودرېږو. دا داسې کار نه دی چې په یوې یا دوه ورځو کې سرته ورسیږي، ځکه چې په مونږ کې ډېر خلک په دې ګناه اخته دي.
14 پرېږدئ چې زمونږ مشران په اورشلیم کې پاتې شي او د دې موضوع مسوولیت په غاړه واخلي. بیا هغه څوک چې ښځه یې د پردي قوم څخه وي، هغه دې د خپل ښار د مشرانو او قاضیانو سره یوځای په ټاکلي وخت راشي. په دې ډول به د دې موضوع په هکله زمونږ د خدای سخت قهر سوړ شي.»
15 د عساهیل د زوی یوناتان او د تقوه د زوی یحزیا او د هغوی د ملاتړ کوونکو یعنې مشلام او لاوي شبتای څخه پرته نور هېچا د دې پلان سره مخالفت ونه کړ.
16 راستانه شویو جلاوطنو خلکو دا پلان ومنلو، نو عزرا کاهن د طایفو د مشرانو له منځ نه کسان وټاکل او د هغو نومونه یې ولیکل. د لسمې میاشتې په لومړۍ ورځ هغوی کښېناستل او خپله څېړنه یې پیل کړه
17 او هغوی د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د هغو خلکو ټولې قضیې وڅیړلې چې د پردي قوم څخه یې ښځې کړې وې.
18 د هغو خلکو لست چې د پردي قوم څخه یې ښځې کړې وې:د طایفو له مخې د کاهنانو لست:د یوصاداق د زوی یشوع او د هغه د ورونو د طایفې څخه: معسیا، الیعازر، یاریب او جدلیا.
19 هغوی لوظ وکړ چې خپلې ښځې به وشړي. د خپلو ګناهونو په خاطر یې یو پسه د قربانۍ په توګه وړاندې کړ.
20 د یمیر له طایفې څخه: حناني او زبدیا
21 د حاریم له طایفې څخه: معسیا، ایلیا، شمعیه، یحییل او عزیا
22 د فشحور له طایفې څخه: الیوعینای، معسیا، اسماعیل، نتنییل، یوزاباد او العاسه.
23 د لاویانو څخه: یوزاباد، شمعي، قلایا (چې د قلیطا په نوم هم یادیږي)، فتحیا، یهودا او الیعازر.
24 د سندرغاړو څخه: الیاشیبد خدای د کور له ساتونکو څخه: شلوم، طالم او اوري
25 د نورو اسراییلیانو څخه: د فروش له طایفې څخه: رمیا، یزیا، ملکیا، میامین، العازار، ملکیا او بنایاه
26 د عیلام له طایفې څخه: متنیا، زکریا، یحییل، عبدي، یریموت او ایلیا
27 د زتو له طایفې څخه: الیوعینای، الیاشیب، متنیا، یریموت، زاباد او عزیزا
28 د ببای له طایفې څخه: یهوحانان، حننیا، زبای او عتلای
29 د باني له طایفې څخه: مشلام، ملوک، عدایا، یاشوب، شیال او یریموت
30 د فحت موآب له طایفې څخه: عدنا، کلال، بنایاه، معسیا، متنیا، بزل ییل، بنوي او منسي.
31 ‏-
32 د حاریم له طایفې څخه: الیعازر، اشیا، ملکیا، شمعیه، شمعون، بنیامین، ملوک او شمریا
33 د حاشوم له طایفې څخه: متنای، متاته، زاباد، الیفلط، یریمای، منسي او شمعي
34 ‏-
37 د باني له طایفې څخه: معدای، عمرام، اویل، بنایاه، بیدیا، کلوهي، ونیا، مریموت، الیاشیب، متنیا، متنای او یعسو
38 ‏-
42 د بنوي له طایفې څخه: شمعي، شلمیا، ناتان، عدایا، مکندبای، شاشای، شارای، عزرییل، شلمیا، شمریا، شلوم، امریا او یوسف
43 د نبو له طایفې څخه: یعییل، متتیا، زاباد، زبینا، یدو، یوییل او بنایاه.
44 دې ټولو خلکو د پردیو قومونو څخه ښځې کړې وې او ځینو سړیو د دې ښځو څخه ماشومان هم لرل.