کولسیان

1 2 3 4


څپرکی 4

ای بادارانو، د خپلو غلامانو سره د عدل او انصاف له مخې چلند وکړئ، ځکه پوهېږئ چې تاسو هم په اسمان کې یو بادار لرئ.
2 په بېدارۍ او شکرګزارۍ سره په دعا کې ټینګ او ثابت اوسئ.
3 زمونږ دپاره هم دعا کوئ، ترڅو خدای مونږ ته د خپل پیغام دپاره دروازه خلاصه کړي چې د مسیح پټ راز بیان کړو، ځکه چې په همدې خاطر زه بندي یم.
4 دعا وکړئ، ترڅو زه دغه پیغام لکه څنګه چې لازمه ده، په واضح او روښانه توګه بیان کړم.
5 د غیر ایماندارانو سره په هوښیارۍ چلند کوئ او د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ.
6 ستاسو خبرې دې تل د فضل نه ډکې او خوندورې وي، ترڅو په دې پوه شئ چې هرچا ته سم او مناسب ځواب ورکړئ.
7 تیخیکاس به تاسو زما د ټولو کړنو څخه خبر کړي. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خدمتګار او د څښتن په کار کې زمونږ ملګری دی.
8 ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي.
9 د هغه سره اونیسیموس چې زمونږ وفادار او ګران ورور دی او ستاسو د ډلې څخه دی، درځي. هغوی به تاسو د هغو ټولو کارونو نه چې دلته کیږي، خبر کړي.
10 ارسترخوس چې زما سره په زندان کې دی، تاسو ته سلام وایي. همدارنګه مرقوس د برنابا د کاکا زوی هم تاسو ته سلام وایي. د مرقوس په هکله تاسو ته لارښوونې شوې وې چې که هغه تاسو ته راغی، نو هرکلی ورته ووایئ.
11 او یسوعه چې د یوستوس په نوم هم یادیږي، هم درته سلام وایي. د یهودي ایماندارانو څخه یوازې دا درې کسان دي چې د خدای د پاچاهۍ په کار کې زما ملګرتیا کوي او هغوی ماته ډېره تسلي راکړې ده.
12 اپفراس چې ستاسو له ډلې څخه دی او د عیسی مسیح خدمتګار دی، تاسو ته سلام وایي. هغه تل تاسو ته په شوق او د زړه له کومي دعاګانې کوي، ترڅو تاسو د بالغو خلکو په توګه په ایمان کې ټینګ ودرېږئ او په کامله توګه د خدای په ارادې پوه شئ.
13 نو زه شاهدي ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه او هیراپولیس کې دي، ډېر زحمتونه وېستلي دي.
14 زمونږ ګران ډاکتر لوقا او دیماس هم تاسو ته سلامونه وایي.
15 هغو خویندو او ورونو ته چې په لایودیکیه کې دي او نیمفاس او هغې کلیسا ته چې د هغې په کور کې ده، زما سلامونه ووایئ.
16 کله چې تاسو ته دا لیک ولوستل شي، نو بیا یې د لایودیکیه کلیسا ته هم ولېږئ چې هغوی ته هم ولوستل شي او تاسو ته دې هم هغه لیک چې د لایودیکیه کلیسا ته لیکل شوی دی، ولوستل شي.
17 ارخیپوس ته ووایئ: «پام کوه، کومه وظیفه چې تاته د څښتن د خدمت دپاره سپارل شوې ده، هغه سرته ورسوه.»
18 زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. په یاد مو وي چې زه لا تر اوسه په زندان کې یم. په تاسو دې د خدای فضل وي.