اول تِسالونيکيان

1 2 3 4 5


څپرکی 1

دا لیک د پولوس، سیلانوس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته دی چې د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده. فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
2 مونږ تل ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوو او تل مو په خپلو دعاګانو کې یادوو.
3 کله چې مونږ ستاسو دپاره خپل خدای ته چې زمونږ اسماني پلار دی دعا کوو، نو ستاسو عمل چې د ایمان څخه پیدا کیږي، لکه څنګه چې تاسو په مینه زیار وباسئ او ستاسو د صبر او زغم هیله چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې پیدا کیږي، یادوو.
4 ای خویندو او ورونو! مونږ پوهېږو چې تاسو په خدای ګران یئ او تاسو یې غوره کړي یئ.
5 ځکه هغه زېری چې مونږ تاسو ته درورساوه، هغه یوازې په خبرو کې نه بلکې د روح القدس د قدرت او د هغه په رښتینولۍ باندې په پوره باور لرلو سره ؤ. تاسو پوهېږئ کله چې مونږ ستاسو سره وو او هر کار چې مونږ وکړ، هغه ستاسو په خیر ؤ.
6 تاسو زمونږ او زمونږ د څښتن عیسی د مثال څخه پیروي وکړه او سره له دې چې د هغه د پیغام په خاطر مو ډېر تکلیفونه ولیدل، خو هغه مو په هغې خوشحالۍ سره چې د روح القدس له خوا ورکول کیږي، قبول کړ.
7 په دې ډول تاسو په ټول یونان یعنې مقدونیه او جنوبي یونان کې د ټولو ایماندارانو دپاره یو مثال شوئ.
8 ځکه نه یوازې دا چې د څښتن عیسی پیغام ستاسو له خوا په مقدونیه او جنوبي یونان کې خپور شو، بلکې په خدای باندې ستاسو د ایمان په هکله خبر هرځای ته ورسېده. نو لازمه نه ده چې په دې هکله څه ووایو.
9 ځکه چې هغوی خپله د هغه تود هرکلي په هکله خبرې کوي چې تاسو زمونږ څخه وکړ او دا چې څنګه مو بت پرستي پرېښودله او خدای ته راوګرځېدلئ، ترڅو د ژوندي او رښتیني خدای خدمت وکړئ.
10 او د اسمان څخه د خدای د زوی یعنې عیسی د راتللو انتظار کوئ چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ او دا هغه څوک دی چې مونږ به د راتلونکي غضب څخه ژغوري.