کولسیان

1 2 3 4


څپرکی 3

نو څنګه چې تاسو د مسیح سره راپورته شوي یئ، بیا د هغو شیانو په لټه کې اوسئ چې په اسمان کې دي، یعنې په هغه ځای کې چې مسیح د خدای ښي لاس ته ناست دی.
2 د هغو شیانو په هکله فکر کوئ چې په اسمان کې دي، نه د هغو شیانو په هکله چې په دنیا کې دي،
3 ځکه چې تاسو مړه شوي یئ او ستاسو ژوند د مسیح سره په خدای کې پټ دی.
4 کله چې مسیح چې ستاسو ژوندون دی، راښکاره شي، نو تاسو به هم د هغه سره په جلال کې ښکاره شئ.
5 نو له دې امله دنیاوي غوښتنې لکه جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، شهوت پرستي، بدې غوښتنې او حرص چې بت پرستي ده، په خپل ځان کې له منځه یوسئ.
6 د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي.
7 تاسو هم په خپل تېر ژوند کې په همدې لارو تللئ.
8 خو اوس تاسو باید د هر ډول قهر، غضب او بدۍ نه لاس واخلئ او تهمت او بدې خبرې دې ستاسو د خولې نه راونه وځي.
9 یو بل ته دروغ مه وایئ، ځکه چې تاسو خپل زوړ فطرت او د هغه ټول بد عملونه د خپل وجود نه لېرې کړي دي.
10 تاسو د نوي فطرت لباس اغوستی دی او نور هم زیات د خپل خالق په شان شوي یئ چې هغه ښه وپېژنئ.
11 نو بیا د غیریهودي او یهودي، سنت شوي او ناسنته، وروسته پاتې او وحشي، غلام او ازاد ترمنځ فرق نشته، بلکې مسیح هرڅه دی او په مونږ ټولو کې دی.
12 نو بیا تاسو چې د خدای غوره شوي یئ، سپېڅلي او په خدای باندې ګران یئ، نو د زړه سواندۍ، مهربانۍ، عاجزۍ، نرمۍ او صبر کالي واغوندئ.
13 یو بل وزغمئ او که چېرې د یو بل نه کومه ګیله او شکایت لرئ، یو بل وبخښئ، لکه څنګه چې څښتن تاسو بخښلي یئ نو همداسې تاسو یو بل وبخښئ.
14 د ټولو نه مهمه دا ده چې یو بل سره ډېره مینه وکړئ، ځکه چې مینه هرڅه په پوره یووالي کې یو د بل سره یوځای کوي.
15 نو پرېږدئ چې هغه سوله او سلامتي چې د مسیح له خوا راځي، ستاسو په زړونو حکومت وکړي، ځکه تاسو هر یو د مسیح د بدن غړي یئ او په دې خاطر غوره شوي یئ ترڅو یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړئ او شکرګزاره اوسئ.
16 پرېږدئ چې د مسیح کلام په پوره توګه په تاسو کې اوسي. په ټول حکمت سره یو بل ته تعلیم او نصیحت وکړئ او د زړه له کومې خپلو زړونو کې په شکرګزارۍ سره خدای ته زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې ووایئ.
17 تاسو چې هرڅه کوئ، که هغه خبرې وي یا کوم کار وي، نو هرڅه د څښتن عیسی په نوم کوئ او د هغه په وسیله د پلار خدای شکر وباسئ.
18 ای ښځو، د خپلو مېړونو تابعدارې اوسئ، ځکه چې د څښتن د پیروانو په توګه دا کار تاسو ته مناسب دی.
19 ای مېړونو، د خپلو ښځو سره مینه کوئ او د هغوی سره بد چلند مه کوئ.
20 ای اولادونو، په هر کار کې د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې په دې څښتن خوشحالیږي.
21 ای پلرونو، د خپلو اولادونو قهر مه راپاروئ، هسې نه چې زړونه یې تور شي.
22 ای غلامانو، په هرڅه کې د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، یوازې هغه وخت نه چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د زړه د اخلاصه او د خدای له وېرې د هغوی تابعداري کوئ.
23 تاسو چې هر کار کوئ هغه د زړه له کومي وکړئ، لکه څنګه چې تاسو یې د څښتن دپاره کوئ، نه د انسان دپاره.
24 ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن به د دې په اجر کې تاسو ته میراث درکړي او په دې خاطر تاسو د څښتن مسیح خدمت کوئ.
25 نو بدکاره به د خپلې بدۍ سزا وویني، ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.