زکرياها

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14


څپرکی 8

بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو،
2 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”زۀ په يروشلم ډېر زيات غېرت کوم، زۀ د هغې دپاره سوزېږم.“
3 مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“
4 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”يو ځل بيا به زاړۀ سړى او ښځې د يروشلم په کوڅو کښې کښېنى، هر يو سره به د بوډاتوب په وجه په لاس کښې کونټۍ وى.
5 د ښار کوڅې به د هلکانو او جينکو نه ډکې وى او په کښې به لوبې کوى.“
6 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
7 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.
8 زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“
9 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.
10 د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.
11 خو زۀ به اوس د دې خلقو پاتې شوو سره داسې معامله ونۀ کړم لکه چې ما مخکښې کړې وه،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
12 ”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.
13 څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“
14 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”څنګه چې ما په تاسو باندې د افت راوستلو پخه فېصله وکړه او هيڅ رحم مې ونۀ کړو کله چې ستاسو پلار نيکۀ زۀ غصه کړم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،
15 ”نو اوس ما پخه اراده کړې ده چې يروشلم او يهوداه ته به برکت ورکړم. يرېږه مۀ.
16 دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.
17 د خپل ګاونډى خلاف خرابې منصوبې مۀ جوړَوئ، او د دروغو قسمونو خوړلو سره مينه مۀ کوئ. زۀ د دې ټولو څيزونو نه نفرت کوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
18 بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو.
19 دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“
20 دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، هغه وخت را روان دے چې ”ډېر خلق او د ډېرو ښارونو اوسېدونکى به يروشلم ته راشى،
21 او د يو ښار خلق به بل ته ځى او وائى به، راځئ چې په شريکه د مالِک خُدائ نه سوال وکړُو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړُو. زۀ په خپله هم ورځمه.
22 او ډېر خلق او طاقتور قومونه به يروشلم ته راشى چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړى او د هغۀ نه برکت وغواړى.“
23 دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“