زکرياها

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14


څپرکی 14

ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى.
2 زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.
3 بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.
4 په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.
5 بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى.
6 په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.
7 دا به يو بې‌مثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى.
8 په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى.
9 مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.
10 ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.
11 دا به بيا آباد شى، دا به بيا هيڅکله هم تباه نۀ شى. يروشلم به محفوظ وى.
12 دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى.
13 په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.
14 تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.
15 هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى.
16 بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى.
17 خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى.
18 کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.
19 دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.
20 په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربان‌ګاه په وړاندې دى.
21 هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.