زکرياها

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14


څپرکی 4

بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى.
2 ”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.
3 هم دې سره خوا ته دوه د زيتُونو ونې دى، يو د جام ښى طرف ته او بله ګس طرف ته ده.“
4 ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“
5 هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو.
6 نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُڅپرکیل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
7 هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُڅپرکیل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُڅپرکیل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“
8 بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
9 ”د زرُڅپرکیل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
10 وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُڅپرکیل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“
11 بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“
12 او بيا ما هغې نه تپوس وکړو، ”دا دوه د زيتُونو څانګې چې د سرو زرو دوه نلکو په خوا کښې دى چې ترې تېل بهيږى دا څۀ دى؟“
13 هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل.
14 نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“