زبور
څپرکی 30
ای څښتنه بیانومه ستا لویيځکه تا یمه ژغورلیدښمنان دې زما نه دي پریښيچې په ما شي دوی خوشحاله
2 ای څښتنه زما خدایهما فریاد وکړ ستا د کومک دپارهتا شفا راکړله ماته
3 زه د مرګ په لار روان ومتا له قبره وساتلمنوی ژوند دې راکړ ماته
4 ای څښتن ته وفادارو خلکو!ثنا یې وایئ په سندرو باندېساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی
5 وي غضب د ده یوې شېبې دپارهخو یې فضل وي د ټول عمر دپارهد شپې کېدای شي چې ژړا وي ټولهخو په سهار کې خوشحالي راځي
6 چې مې احساس د بې غمۍ وکړبیا مې د ځانه سره داسې وویل:«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»
7 کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنهزه دې د غره په شان قوي کړمهکله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم
8 ما فریاد وکړ تاته ای څښتنهما د رحم سوال وکړلو له تا نه
9 «زما مرګی به څه فایده ولري؟څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟ایا خاورې به ویلای ستا ثنا شي؟دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟
10 کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ماای څښتنه مددګار شه ته زما»
11 تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډاتا د ویر جامې زما نه وویستلېدې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې
12 نو زه به غلی پاتې نه شمزه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تلهای څښتنه! زما خدای یېتل ترتله به زه ستا شکر کومه