زبور
څپرکی 140
ماته نجات راکړه ای څښتنهله بدکارانو څخهله ظالمانو مې خوندي وساته
2 جوړوي بدې دسیسېپه خپلو زړونو کې دویهمېشه جنګ او دعوې جوړوي
3 د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبېد دوی له خولې راوځي خبرې د زهرجن مار په شان
4 ومې ساته ته ای څښتنه د بدکارانو له منګولوله ظالمانو مې خوندي وساتهځکه نقشې جوړوي زما د تباهۍ دپاره
5 مغروره خلکو راته ایښی دی دامدوی راته ایښی تیلکاو زما په لاره کې یې ایښي دي دامونهچې راګېر مې کړي
6 څښتن ته وایمه زه: «ته زما خدای یې»زارۍ مې واوره ای څښتنه د رحم دپاره
7 ای زما څښتن تعالی، ای زما قوي ژغورونکیهد جنګ میدان کې ته زما دپاره سپر شوې
8 پوره نه کړې ارمانونه د بدکارو خلکو ای څښتنهپرېنږدې چې کامیابې دسیسې شي د دویهسې نه چې مغروره شي دوی
9 پرېنږدې چې کامیاب شي دښمنان زماشي راګېر دې دوی په خپلو بدو خبرو کې
10 سرې سکروټې دې راووري هغوی باندېاور ته دې وغورځول شي هغویاو ودې غورځول شي ژورو کندو تهاو بیا دې هېڅکله راونه وځي
11 هغه خلک دې کامیاب نه شيچې په نورو په ناحقه لګوي تورونهبدي دې راشي په ظالمو خلکواو کړي برباد دې هغوی
12 څښتنه، زه پوهېږمچې ته کوې د غریبانو دفاعاو کوې انصاف د حاجتمندو سره
13 نېکان خلک به په رښتیا وایي ثنا ستا د نوماو صادقان به ستا حضور کې کوي ژوند