تيطوس

1 2 3


څپرکی 3

ایماندارانو ته ور په یاد کړه چې د حاکمانو او د واک د خاوندانو تابعداري او د هغوی اطاعت دې کوي او د هر نېک کار دپاره دې تیار اوسي.
2 هغوی ته ووایه چې د هېچا په هکله دې بد نه وایي او شخړه دې نه کوي، بلکې نرم مزاجه او د ټولو خلکو په وړاندې دې باادبه اوسي.
3 ځکه چې مونږ هم یو وخت ناپوهه، نافرمانه، بې لارې او د هر ډول نفساني غوښتنو او عیاشیو غلامان وو او په کينې او بخیلتوب کې مو خپل ژوند کاوه. نورو زمونږ نه کرکه کوله او مونږ د نورو نه.
4 خو کله چې زمونږ د خلاصوونکي خدای مهرباني او مینه ښکاره شوه،
5 هغه مونږ ته خلاصون راکړ، خو نه د هغو نېکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر لاسه کړ او روح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زېږون او نوی ژوند راکړ.
6 هغه زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پرېمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ،
7 ترڅو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوندون وارثان شو.
8 دا خبره رښتیا ده.زه غواړم چې ته په دې باندې ټینګار وکړې، ترڅو هغه خلک چې په خدای باندې ایمان لري، دې ته پام وکړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي. دا شیان ډېر ښه او د خلکو دپاره ګټور دي.
9 خو د شجرو په هکله د کم عقلتوب بحثونو، بې اتفاقۍ او د شریعت په اړه د شخړو څخه ځان وساته، ځکه چې هغه بې ګټې او بې ارزښته دي.
10 که چېرې یو کس بې اتفاقۍ ته لمن وهي، نو هغه ته یوځل یا دوه ځلې اخطار ورکړه او نور ورسره کار مه لره.
11 ځکه چې ته پوهېږې چې هغه کس بې لارې شوی دی او د هغه ګناه هغه ملامتوي.
12 کله چې زه ارتیماس یا تیخیکاس تاته درولېږم، نو ډېر کوښښ وکړه چې زر خپل ځان د نیکوپولیس ښار ته راورسوې او ماته راشه، ځکه چې ما پرېکړه کړې ده چې ژمی هلته تېر کړم.
13 د زیناس وکیل او اپولوس سره مرسته وکړه چې زر تر زره خپل سفر ته دوام ورکړي او ګورئ چې هغوی کوم شي ته اړتیا ونه لري.
14 زمونږ خلک دې دا زده کړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي، ترڅو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د هغوی ژوند بې ګټې نه شي.
15 هغه ټول کسان چې زما سره دي، تاته سلام وایي. هغو کسانو ته هم زما سلامونه ووایه چې زمونږ سره مینه لري او زمونږ په ایمان کې شریک دي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.