تيطوس

1 2 3


څپرکی 2

خو ته هغه تعلیم ورکوه چې د سمې عقیدې له مخې وي.
2 سپین ږیرو ته ووایه چې هغوی دې هوښیار او عزتمن وي، په خپلو نفسونو باندې واک ولري، په ایمان، مینه، صبر او زغم کې ټینګ اوسي.
3 همدارنګه سپین سرو ته ووایه چې په خپل چال چلند کې سپېڅلې اوسي، غیبت دې نه کوي او ډېر شراب دې نه څښي او نورو ته دې د نېکۍ کولو تعلیم ورکوي،
4 ترڅو دوی وکولای شي هغو ځوانو ښځو ته داسې روزنه ورکړي چې د خپلو مېړونو او اولادونو سره مینه وکړي.
5 همدارنګه هغوی دې په خپلو نفسونو باندې واک ولري، پاک لمنې، هغه ښځې چې په کور کې ښې کارکوونکې وي، مهربانې او د خپلو مېړونو تابعدارې اوسي، ترڅو د خدای کلام بدنام نه شي.
6 همدارنګه ځوانان وهڅوه چې اعتدال خوښوونکي اوسي.
7 تل باید داسې نېک کارونه وکړې چې د نورو دپاره مثال وګرځي او په خپل تعلیم کې دې ایمانداري او درنښت ښکاره کړه.
8 داسې سمې خبرې وکړه چې څوک درته ګوته ونه نیسي، ترڅو ستا مخالفین وشرمیږي او د هغوی سره به زمونږ په هکله د بدو ویلو دپاره کوم څه نه وي.
9 غلامانو ته ووایه چې په هر کار کې دې د خپلو بادارانو تابع اوسي او هغوی دې راضي ساتې او د هغوی سره دې بحث نه کوي.
10 د هغوی څخه دې پیسې نه غلا کوي، بلکې خپله ټوله وفاداري دې وښایي، ترڅو په هره طریقه چې هغوی زمونږ د خلاصوونکي خدای په هکله کوم تعلیم ورکوي هغه په زړه پورې وي.
11 ځکه چې د خدای فضل د ټولو خلکو د خلاصون دپاره ښکاره شوی دی.
12 دا فضل مونږ ته رازده کوي چې بې ایماني او دنیاوي غوښتنې پرېږدو او په دې دنیا کې د پرهېزګارۍ، عدالت او دیندارۍ ژوند وکړو.
13 نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو.
14 هغه خپل ځان زمونږ په خاطر قربان کړ ترڅو مونږ د هر ډول بدیو نه خلاص کړي او زمونږ څخه د خپل ځان دپاره داسې پاک قوم جوړ کړي چې د نېکو کارونو شوقیان اوسو.
15 د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.