افسیسیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 4

نو زه چې د څښتن په خاطر بندي یم، ستاسو نه غوښتنه کوم چې داسې ژوند وکړئ چې د هغې بلنې وړ وي چې تاسو تر لاسه کړې ده.
2 هر کله په عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مینې سره یو بل وزغمئ.
3 ډېر کوښښ وکړئ هغه یووالی وساتئ چې روح القدس یې په سوله او سلامتي کې رامنځته کوي.
4 لکه څنګه چې یو بدن او یو روح القدس دی، نو همداسې یوه هیله ده چې خدای تاسو ورته رابللي یئ.
5 یو څښتن دی، یو ایمان او یو د تعمید غسل،
6 یو خدای او د ټولو پلار چې د ټولو نه اوچت دی، زمونږ د ټولو په وسیله کار کوي او په ټولو کې اوسیږي.
7 خو مونږ هر یو ته د مسیح د سخاوت له مخې یو نعمت راکړل شوی دی.
8 له همدې امله لیکل شوي دي:«کله چې پورته لوړو ځایونو ته وروخوت،یووړل یې ځانه سره زیات بندیاناو خلکو ته یې ورکړل نعمتونه.»
9 کله چې وایي: «هغه پورته لوړو ځایونو ته وروخوت» د دې معنی څه ده، ایا معنی یې دا نه ده چې هغه مخکې د ځمکې ډېر ښکته ځای ته کوز شوی ؤ؟
10 نو بیا هغه څوک چې ښکته راکوز شو، دا هماغه دی چې د ټولو اسمانونو نه پورته وخوت، ترڅو ټول کاینات د خپل حضور نه ډک کړي.
11 دا خپله هماغه څوک ؤ چې خلکو ته یې نعمتونه ورکړل چې ځینې یې رسولان، ځینې یې پیغمبران، ځینې یې زېري رسوونکي، ځینې یې شپانه او ښوونکي وټاکل.
12 هغه داسې وکړل ترڅو د خدای خلک د کار او خدمت دپاره تیار کړي، د دې دپاره چې د مسیح بدن ته وده ورکړي
13 ترڅو مونږ ټول هغه یووالی چې په ایمان او د خدای د زوی په پوره پېژندلو کې دی، تر لاسه کړو او په ایمان کې بالغان شو او د مسیح په اندازه کامل شو.
14 نو نور به مونږ ماشومان نه یو چې د څپو په وسیله اخوا دې خوا وغورځول شو او د انساني هر ډول تعلیم د باد په وسیله دلته او هلته یووړل شو او نه به نور د خلکو د چالاکۍ او د ټګۍ نه ډکو دسیسو له امله بې لارې کېږو.
15 نو د دې په ځای مونږ باید په مینه حقیقت ووایو او په هر حال کې په مسیح کې چې سر دی، وده وکړو.
16 د هغه تر لاس لاندې د بدن ټول غړي د هغو بندونو په وسیله چې د هغو دپاره تیار شوي دي، سره یوځای کوي او نښلوي. کله چې د بدن هر غړی په مناسب ډول خپل کار کوي، نو ټول بدن وده کوي او په مینه خپل ځان جوړوي.
17 زه تاسو ته د څښتن په نوم دا وایم او په هغې باندې ټینګار کوم چې تاسو باید نور د غیریهودیانو په شان چې په خپلو باطلو خیالونو کې اوسیږي، ژوند ونه کړئ.
18 هغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي.
19 هغوی خپل د شرم احساس له لاسه ورکړی او خپل ځانونه یې عیاشۍ ته تسلیم کړي دي او په شوق سره هر ډول ناپاکه کارونه کوي.
20 خو دا هغه څه نه دي چې تاسو د مسیح په هکله زده کړي دي.
21 څرنګه چې تاسو بې له شکه د عیسی په هکله اورېدلي دي او هغه حقیقت مو زده کړی دی چې په هغه کې دی،
22 نو تاسو د خپل د ګناه نه ډک زوړ فطرت او د ژوند تېرولو د پخوانۍ لارې څخه چې د نفساني غوښتنې او غولونې له امله فاسدې شوې دي، لاس واخلئ.
23 خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي
24 او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.
25 نو بیا د دروغ ویلو نه لاس واخلئ او یو بل ته رښتیا وایئ، ځکه چې مونږ ټول د یو بدن غړي یو.
26 د قهر په وخت کې ګناه مه کوئ او مه پرېږدئ چې ستاسو قهر د لمر پرېوتولو پورې دوام وکړي
27 او شیطان ته موقعه مه ورکوئ چې تاسو وسوسه کړي.
28 غل دې نوره غلا نه کوي، بلکې د هغې په ځای دې زحمت وباسي او په خپلو لاسونو دې صادقانه کار وکړي، ترڅو د هغه سره هم یو څه وي چې محتاجو خلکو ته یې ورکړي.
29 مه پرېږدئ چې د خولې نه مو بدې خبرې راووځي، بلکې ستاسو خبرې دې ښې، په خپل وخت او د نورو دپاره مرسته کوونکې وي. نو څوک چې ستاسو خبرې واوري، د هغوی دپاره به د فضل سبب شي.
30 د خدای روح القدس مه خفه کوئ، چا چې په تاسو باندې د خدای د ملکیت مهر لګولی دی او د هغې ورځې ضمانت دی چې تاسو به په کې خلاصون ومومئ.
31 د تریخوالی، قهر، غضب، شورماشور، تور لګولو او هر ډول بدۍ نه لاس واخلئ.
32 د دې په ځای په یو بل مهربانه او زړه سواندي اوسئ او لکه څنګه چې خدای په مسیح کې تاسو وبخښلئ، نو تاسو هم یو بل وبخښئ.