افسیسیان

1 2 3 4 5 6


څپرکی 2

تاسو یو وخت د خپلې سرغړونې او ګناهونو له امله مړه وئ،
2 او د دې دنیا په کږو لارو باندې روان وئ او د فضا د روحاني قدرتونو د واکمن یعنې د هماغه روح څخه مو پیروي کوله چې اوس په نافرمانو خلکو کې کار کوي.
3 یو وخت مونږ هم لکه د هغوی په شان د خپلو جسماني غوښتنو له مخې ژوند تېراوه او خپلې نفساني او فکري غوښتنې مو پوره کولې. مونږ هم لکه د نورو انسانانو په شان په طبیعي توګه د خدای د غضب لایق وو.
4 خو خدای چې په رحم غني دی ځکه زمونږ سره یې ډېره مینه وکړه،
5 حتی کله چې مونږ د خپلو سرغړونو له امله مړه شوي وو، هغه مونږ د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړو، نو د هغه د فضل په وسیله تاسو خلاصون وموند.
6 خدای مونږ د عیسی مسیح سره په یووالي کې هم راپورته کړو او مونږ یې د هغه سره په اسماني ځایونو کې کښېنولو.
7 هغه داسې وکړ ترڅو په راتلونکو زمانو کې د خپل فضل لویه او بې اندازې شتمني د خپلې مهربانۍ له مخې په عیسی مسیح کې مونږ ته ښکاره کړي.
8 ځکه چې تاسو د خدای د فضل په سبب او ایمان له لارې خلاصون موندلی دی او دا ستاسو خپل کار نه دی بلکې دا د خدای یو نعمت دی.
9 خلاصون ستاسو د کار نتیجه نه ده، نو هېڅوک فخر نه شې کولای.
10 ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو ترڅو سرته یې ورسوو.
11 نو له دې امله یاد ساتئ چې یو وخت تاسو غیریهودیان د سنت شویو په نظر کې چې دا خپله یو جسماني عمل دی او د انسان په وسیله سرته رسیږي، ناسنت شوي ګڼل کېدلئ.
12 یاد ساتئ چې تاسو په هغه زمانه کې د مسیح نه جدا وئ او د اسراییلو په قوم کې شامل نه وئ او تاسو د خدای د هغو لوظونو نه بې برخې وئ چې د هغې وعدې له مخي شوي وو چې خدای د خپلو خلکو سره کړې وه. تاسو په دې دنیا کې نا امیده او د خدای نه لرې ژوند کاوه.
13 خو اوس تاسو په عیسی مسیح کې چې یو وخت د خدای نه لېرې وئ د هغه د وینې په وسیله هغه ته نژدې شوي یئ.
14 ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو.
15 هغه شریعت د هغه د حکمونو او مقرراتو سره منسوخ کړ، ترڅو په خپل بدن کې د دې دوه قبیلو نه یو نوی قوم جوړ کړي او سوله او سلامتي راولي.
16 مسیح په صلیب باندې د خپل مرګ په وسیله دواړه قبیلې په یو بدن کې د خدای سره پخلا کړې ترڅو د یهودیانو او غیریهودیانو دښمني له منځه یوسي.
17 هغه راغی ترڅو د سولې او سلامتۍ زېری تاسو ته چې د خدای نه لېرې وئ او هغوی ته چې خدای ته نژدې وو، اعلان کړي.
18 ځکه چې مونږ دواړه د مسیح په وسیله په یو روح القدس کې پلار خدای خواته ورنژدې کېږو.
19 نو نور تاسو پردي او مسافر نه یئ بلکې د خدای د خلکو وطنداران او د خدای د کورنۍ غړي یئ.
20 تاسو د رسولانو او پیغمبرانو په بنیاد جوړ شوي یئ چې عیسی مسیح په خپله د هغه بنیاد اصلي تیږه ده.
21 په هغه کې د ودانۍ ټولې برخې سره یوځای کیږي او په څښتن کې ترې یو سپېڅلی کور جوړیږي او وده کوي.
22 نو ستاسو نه هم په هغه کې د نورو سره یو کور جوړیږي چې خدای د خپل روح په وسیله په هغه کې اوسیږي.