مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 5

عیسی او شاګردان یې د دریاب بلې غاړې ته د جدریان سیمې ته لاړل.
2 کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو هلته د یو پېریاني سړي سره چې د هدیرې څخه راوتلی ؤ، مخامخ شو.
3 هغه په هدیره کې اوسېده او هېچا نه شو کولای چې حتی هغه په زنځیرونو وتړي او راایسار یې کړي.
4 ځکه چې څو څو ځلې یې د هغه په پښو او لاسونو کې ځولنې او زنځیرونه اچولي وو، خو هرځل یې زنځیرونه شلولي او ځولنې یې ماتې کړې وې او داسې قوي سړی نه ؤ چې هغه یې ارام کړی وای.
5 هغه به شپه او ورځ په قبرونو او غرونو کې ګرځېده او تل به یې چیغې وهلې او خپل ځان به یې په تیږو زخمي کاوه.
6 کله چې هغه عیسی د لېرې څخه ولید نو منډه یې کړه او د هغه په پښو کې پرېوت
7 او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ د خدای په خاطر ما مه په عذابوه.»
8 دا ځکه چې عیسی هغه ته ویلي وو: «ای پېریه، د دې سړي څخه راووځه.»
9 بیا عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی، ځکه چې زمونږ شمېر زیات دی.»
10 هغه بیا عیسی ته ډېره زاري وکړه چې هغوی د هغې سیمې څخه ونه شړي.
11 په دې وخت کې هلته د غونډۍ په لمنه کې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله.
12 نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «مونږ خوګانو ته ولېږه او اجازه راکړه چې په هغوی کې ورننوځو.»
13 عیسی هغوی ته اجازه ورکړه او پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه چې شاوخوا دوه زره خوګان وو، په منډه له کمره څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.
14 د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او دا خبر یې د ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو خلکو ته ورساوه. خلک د ښار څخه ووتل ترڅو څه چې پېښ شوي وو، وویني.
15 کله چې هغوی عیسی ته راغلل او هغه لېونی چې ډېر پېریان په کې وو، ولید چې کالي یې اغوستي وو او ذهن یې بېرته ښه شوی ؤ او هلته ناست ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
16 کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه او د هغه پېریانو نیولي سړي او خوګانو سره چې څه شوي وو هغه یې نورو خلکو ته وویل.
17 بیا هغو خلکو عیسی ته زارۍ وکړلې چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي.
18 کله چې عیسی کشتۍ ته ورختلو نو هغه سړي چې مخکې پېریانو نیولی ؤ، عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي چې ورسره لاړ شي.
19 خو عیسی هغه ته اجازه ورنه کړه او ورته ویې ویل: «بېرته خپل کور او خپلې کورنۍ ته ورشه او هغوی ته ووایه چې څښتن ستا دپاره څومره لوی کار وکړ او څنګه یې په تا باندې رحم وکړ.»
20 نو هغه سړی لاړ او څه چې عیسی د هغه دپاره کړي وو د هغو په هکله یې د دکاپولس په سیمه کې ټول خلک خبر کړل او هغوی ټول حیران شول.
21 کله چې عیسی یوځل بیا په کشتۍ کې د دریاب بلې غاړې ته پورې وت، نو هلته د دریاب په غاړه ګڼ شمېر خلک ورڅخه راتاو شول.
22 بیا د کنیسې یو مشر چې یایروس نومېده راغی او کله چې هغه عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت،
23 ډېره زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «زما کوچنۍ لور د مرګ په حال کې ده. مهرباني وکړه راشه او خپل لاس په هغې باندې کېږده چې روغه شي او ژوندۍ پاتې شي.»
24 نو عیسی د هغه سره لاړ.ګڼ شمېر خلک ورسره روان شول او د هرې خوا څخه ورباندې خلک راټول شول.
25 په هغوی کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې د وینې بهېدلو په ناروغۍ اخته وه.
26 هغه د ډېرو ډاکترانو له لاسه په تکلیف شوې وه او هرڅه چې هغې لرل هغه یې ولګول، خو د دې په ځای چې ښه شي هغه نوره هم بدترېدله.
27 هغې د عیسی په هکله د خلکو خبرې اورېدلې وې، نو په ګڼه ګوڼه کې د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ.
28 هغې د خپل ځان سره ویل: «که زه یوازې د هغه کالیو ته هم لاس وروړم نو روغه به شم.»
29 څنګه چې هغې د هغه کالیو ته لاس وروړ نو سمدلاسه یې وینه ودرېدله او په ځان پوهه شوه چې ناروغي یې ښه شوې ده.
30 په هماغه شېبه کې عیسی پوه شو چې د هغه څخه یو قوت راووت. هغه د خلکو ګڼې ګوڼې ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «چا زما کالیو ته لاس وروړ؟»
31 شاګردانو یې ورته وویل: «ته وینې چې خلک څنګه ستا شاوخوا ته راټول شوي دي او بیاهم وایې چې چا راته لاس راوړ؟»
32 خو عیسی شاوخوا وکتل چې وګوري دا کار چا کړی دی.
33 خو هغه ښځه پوه شوه چې څه ورباندې شوي دي نو له وېرې رپېدله، راغله او د هغه پښو ته پرېوتله او ټول حال یې ورته ووایه.
34 عیسی هغې ته وویل: «لورې، ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شه او د تل دپاره د دې ناروغۍ څخه خلاصه شې.»
35 عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر یاییروس د کور نه څو کسان راغلل او ویې ویل: «ستا لور مړه شوه. نور ولې استاذ ته تکلیف ورکوې؟»
36 عیسی د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیوه او د کنیسې مشر ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره.»
37 بیا هغه له پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا پرته بل چاته اجازه ورنه کړه چې د هغه سره لاړ شي.
38 کله چې هغوی د کنیسې د مشر کور ته ورسېدل، عیسی د ویرجنو خلکو یوه ډله ولیدله او ویې لیدل چې په چیغو چیغو یې ژړا او انګولا کوله.
39 نو عیسی دننه ورغی او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې دا شورماشور جوړ کړی او ژړاګانې کوئ؟ انجلۍ مړه نه ده بلکې ویده ده.»
40 خو هغوی ورپورې وخندل. عیسی هغوی ټول له کوره وویستل او د انجلۍ مور او پلار او خپل درې شاګردان یې د ځان سره کړل او هغې کوټې ته ورننوتل چې انجلۍ په کې پرته وه.
41 عیسی انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته ویې ویل: «طلیتا قومي» یعنې «ای انجلۍ، تاته وایم راپاڅېږه.»
42 انجلۍ سمدلاسه راپاڅېدله او روانه شوه. هغه دولس کلنه وه. په دې کار هغوی ډېر حیران شول.
43 خو عیسی هغوی ته په کلکه امر وکړ چې له دې نه باید هېڅوک خبر نه شي او هغوی ته یې وویل: «هغې ته څه شی ورکړئ چې ویې خوري.»