مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 16

کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مریم مجدلیې او د یعقوب مور مریم او سالومې خوشبویه تېل واخیستل، چې لاړلې چې د عیسی په مړي باندې یې واچوي.
2 د یکشنبې په ورځ سهار د لمر راختلو نه وروسته هغوی غار ته ورغلې.
3 هغوی په خپلو کې یو بل ته وویل: «مونږ ته به د غار د خولې څخه تیږه څوک ورغړوي؟»
4 خو کله چې هغوی وکتل نو ویې لیدل چې هغه تیږه چې ډېره غټه وه شاته رغړېدلې وه.
5 کله چې هغوی غار ته ورننوتلې نو هلته یې یو ځوان سړی ولید چې سپین کالي یې اغوستي وو او د قبر ښي خواته ناست ؤ. نو هغوی ووېرېدلې.
6 خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ.
7 اوس لاړې شئ او د هغه شاګردانو او پطروس ته ووایئ چې هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته روان دی. لکه څنګه چې هغه خپله تاسو ته ویلي وو، تاسو به هغه هلته ووینئ.»
8 هغوی د غار څخه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د ډېرې وېرې لړزېدلې او وارخطا شوې وې. هغوی هېچا ته څه ونه ویل، ځکه چې وېرېدلې وې.[
9 کله چې عیسی د یکشنبې په ورځ سهار وختي د مړو نه راژوندی شو نو لومړی مریم مجدلیې ته چې هغه ورڅخه اووه پېریان ویستلي وو ښکاره شو.
10 هغه لاړه او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د عیسی نژدې ملګرو ته چې ویر او ژړاګانې یې کولې، وویل.
11 کله چې هغوی واورېدل چې عیسی ژوندی شوی دی او مریم لیدلی دی نو باور یې ورباندې ونه کړ.
12 له هغې وروسته عیسی په بله څېره کې خپلو دوو شاګردانو ته چې د اورشلیم څخه کلي ته روان وو، ښکاره شو.
13 هغوی بېرته لاړل او نور شاګردان یې خبر کړل، خو هغوی یې په خبره باندې باور ونه کړ.
14 وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ.
15 نو هغوی ته یې وویل: «په ټوله نړۍ کې وګرځئ او دا زېری ټولو ته ورسوئ.
16 هرڅوک چې ایمان راوړي او د تعمید غسل واخلي نو هغه به خلاصون ومومي، خو څوک چې ایمان رانه وړي نو هغه به محکوم کړای شي.
17 څوک چې ایمان راوړي نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي،
18 هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي نو هغوی به ښه کیږي.»
19 د هغوی سره د خبرو کولو نه وروسته څښتن عیسی اسمان ته پورته یووړل شو او د خدای ښي لاس ته کښېناست.
20 بیا شاګردان لاړل او په هرځای کې یې وعظ کاوه او څښتن ورسره مرسته کوله او د معجزو په ښودلو یې دا ثابته کړه چې د هغوی پیغام رښتینی دی.]