يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 53

زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟
2 د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.
3 خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
4 خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
5 خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
6 مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
7 هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
8 هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.
9 د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.
10 خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
11 کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.
12 نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.۔