يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 21

دا پېغام د څپرکیل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى.
2 ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د څپرکیل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.
3 نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.
4 زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
5 ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“
6 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى.
7 چې څنګه هغه دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ وګورى يا په خرونو او اوښانو باندې سوارۀ کسان ووينى، نو هغه دې ښۀ بېدار اوسى.“
8 بيا څوکيدار آواز وکړو، ”مالِکه خُدايه، زۀ په خپل ځائ باندې د څوکيدارۍ دپاره شپه او ورځ ولاړ يم.
9 اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”څپرکیل ختم شوے دے. د څپرکیل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“
10 اے زما خلقو، تاسو د غنمو په شان په درمند باندې غوبل شوى يئ، خو اوس زۀ تاسو ته يو ښۀ زېرے اوروم چې ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج نه اورېدلے دے، چې هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
11 دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“
12 نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“
13 دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.
14 اے د تيما خلقو، کوم خلق چې تږى دى نو هغوئ له اوبۀ ورکوئ. او مهاجرو له خوراک ورکوئ،
15 ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى.
16 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.
17 د قيدار صرف يو څو غشى او لينده چلوونکى سړى به پاتې شى. ما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“