نخواږهٔ سرودون

1 2 3 4 5 6 7 8


څپرکی 1

د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.محبوبه
2 بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.
3 ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده،ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
4 زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.ښځېاے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.محبوبهدا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
5 زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،اے د يروشلم جينکو،د قيدار د خېمو په شان توره يمهاو د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.
6 ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،زما څرمنه نمر توره کړې ده.زما وروڼه ما سره وران وونهاو په زبردستۍ سره هغوئپه ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو،او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
7 ما ته ووايه، زما جانانه،تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښېد دمې دپاره چرته راغونډوې؟نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمهاو ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمهمحبوب
8 اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه،نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.
9 زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.
10 ستا اننګى څومره ښائسته دينه،او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه.او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
11 خو مونږ به د سرو زرو والۍ درتهاو د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.محبوبه
12 کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
13 زما جانان د مُر زونډے دېنه،زما په سينه پروت دېنه
14 زما جانان د عين‌جدى د انګورو پهباغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنهمحبوب
15 زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.تۀ څومره حسينه ينه،سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.محبوبه
16 تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه،تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه،شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.
17 د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه،او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.