تاريخ دويم
څپرکی 26
تد یهودا ټولو خلکو د امصیا شپاړس کلن زوی عزیا د هغه د پلار په ځای د پاچا په توګه غوره کړ.
2 (عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلوت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.)
3 عزیا د شپاړس کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې دوه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یکلیا ؤ چې د اورشلیم څخه وه.
4 عزیا د خپل پلار په شان د څښتن اطاعت کاوه او ښه کارونه یې کول.
5 زکریا د عزیا مشاور ؤ او هغه یې د خدای اطاعت ته هڅاوه. نو ترڅو پورې چې زکریا ژوندی ؤ، عزیا خدای ته رجوع وکړه او خدای هغه بریالی کړ.
6 عزیا د فلسطینیانو په ضد جګړې ته لاړ. هغه د جت، یبنه او د اشدود د ښارونو دېوالونه وران کړل او اشدود ته نژدې او په پاتې فلسطین کې یې ښارونه ودان کړل.
7 خدای د هغه سره مرسته وکړه چې فلسطینیانو ته، هغو عربانو ته چې په جور بعل کې اوسېدل او همدارنګه معونیانو ته ماتې ورکړي.
8 عمونیانو عزیا ته باج ورکاوه او هغه دومره قوي شو چې شهرت یې د مصر تر پولې پورې خپور شو.
9 عزیا د اورشلیم د کنج په دروازې، د درې په دروازې او په هغه ځای کې قوي برجونه جوړ کړل چېرته چې د ښار دېوال تاو شوی ؤ.
10 هغه په دښته کې هم قوي برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ذخیرې یې وکیندلې، ځکه چې هغه د غرونو په لوېدیځو لمنو او ډاګونو کې ډېرې پادې درلودلې. هغه د کرنې سره مینه درلودله، نو هغه په غرنۍ سیمه کې د خپلو انګورو د باغونو دپاره باغوانان او په حاصلخېزه خاوره کې د خپلو فصلونو د کرنې دپاره دهقانان درلودل.
11 عزیا د جګړې دپاره یوه تیاره اردو درلودله چې د فرقو څخه جوړه شوې وه. د هغوی شمېر د یعییل منشي او د هغه مرستیال معسیا له خوا ټاکل کېدل او اداره کېدله. حننیا د پاچا یو درباري او د اردو عمومي قوماندان ؤ.
12 دوه زره او شپږ سوه د طایفو مشران د پوځ قوماندانان وو.
13 د دوی د لاس لاندې درې لکه اووه زره او پنځه سوه عسکر وو چې په قوت سره یې د پاچا دپاره د هغه د دښمنانو په ضد جګړه کوله.
14 عزیا لښکر ته سپرونه، نېزې، خولۍ، د زغرو کورتۍ، لیندې او غشي او په مچنوغزو کې د ویشتلو دپاره تیږې ورسولې.
15 په اورشلیم کې د هغه ماهرو کارګرانو داسې ماشینونه جوړ کړل چې غشي او لویې تیږې یې د برجونو او د ښار د دېوال د کنجونو څخه ورباندې ګزار کړي. د هغه شهرت په هرځای کې خپور شو او هغه د هغې مرستې له امله چې د خدای څخه یې تر لاسه کوله، ډېر قوي شو.
16 خو کله چې عزیا پاچا قوي شو، نو هغه مغرور شو چې همدا یې د رانسکورېدلو سبب شو. عزیا د خپل څښتن خدای سره خیانت وکړ، ځکه چې د څښتن کور ته ننوت چې خوشبویۍ په خپل ځانګړي ځای کې وسوځوي.
17 خو عزریا کاهن چې اتیا تنه قوي او زړور د څښتن کاهنان ورسره وو، عزیا پسې لاړ،
18 چې هغه منع کړي. هغوی وویل: «عزیا! ته هېڅ حق نه لرې چې څښتن ته خوشبویي وسوځوې. یوازې هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي، د دې کار دپاره وقف شوي دي. د دې سپېڅلي ځای نه لاړ شه. تا د څښتن خدای په وړاندې ګناه کړې ده او هغه به تاته نور عزت نه درکوي.»
19 عزیا د څښتن په کور کې د خوشبویۍ د سوځولو د ځای په څنګ کې ولاړ ؤ او د خوشبویۍ د سوځولو لوښی یې په لاس کې ؤ. هغه په کاهنانو باندې په قهر شو او سمدلاسه یې په تندي باندې جذام راښکاره شو.
20 مشر کاهن عزریا او نورو کاهنانو په وېرې سره د پاچا تندي ته کتل او بیا یې هغه په بیړه د څښتن د کور څخه دباندې وویست. هغه زر زر د هغه ځای څخه لاړ، ځکه چې څښتن هغه په مرض اخته کړ.
21 عزیا پاچا د عمر تر پایه پورې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ او له همدې امله هغه د خلکو او د څښتن د کور نه لېرې په یو کور کې اوسېده. د هغه زوی یوتام د ماڼۍ او هېواد واک درلود.
22 هغه نور ټول کارونه د پیل نه تر پایه پورې چې عزیا پاچا د خپلې پاچاهۍ په دوران کې کړي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ثبت کړل.
23 عزیا مړ شو او د دې په خاطر چې هغه په جذام اخته ؤ، هغه یې په ځانګړې شاهي هدیره کې ښخ نه کړ. د هغې په ځای یې هغه د پاچاهانو په یوې بلې هدیره کې ښخ کړ. بیا د عزیا زوی یوتام د هغه په ځای پاچا شو.