تاريخ دويم
څپرکی 20
څه موده وروسته د موآب او د عمون لښکرو د معونیانو سره لاس یو کړ او د یهوشافاط په وړاندې جګړې ته لاړل.
2 څو کسان راغلل او یهوشافاط ته یې وویل: «د ادوم له خوا یو ډېر لوی لښکر د آرام د دریاب له ختیځ څخه راغلی دی چې زمونږ په هېواد باندې حمله وکړي. هغوی لا مخکې حززون تامار (عین جدي) ته رسېدلي دي.»
3 یهوشافاط ووېرېده، نو هغه اراده وکړه چې د څښتن څخه لارښوونه وغواړي. بیا هغه حکم وکړ چې په ټوله یهودیه کې دې روژه ونیول شي.
4 د یهودا د هر ښار څخه خلک اورشلیم ته راغلل، د دې دپاره چې د څښتن څخه مرسته وغواړي.
5 وروسته له دې چې د یهودیې او د اورشلیم ټول خلک د څښتن په کور کې راغونډ شول، یهوشافاط د نوې حوېلۍ مخې ته ودرېده
6 او دعا یې وکړه: «ای زمونږ د نیکونو څښتن خدایه! ته د اسمان څخه د نړۍ په هر قوم باندې پاچاهي کوې. ته دومره قوي او زورور یې چې هېڅوک نه شي کولای ستا په وړاندې ودریږي.
7 ای زمونږ خدایه! کله چې ستا قوم اسراییلو دې وطن ته کډه وکړه، تا د دې ځای اوسېدونکي وشړل او دا ځمکه دې د خپل دوست یعنې د ابراهیم اولادې ته ورکړه چې د تل دپاره د هغوی شي.
8 زمونږ نیکونه په دې ځمکه کې اوسېدل او ستا د نوم او عزت دپاره یې کور جوړ کړ.
9 هغوی پوهېدل چې هرکله په دې خاوره باندې کومه بلا، یعنې جګړه، وبا یا قحطي راشي، بیا هغوی کولای شي چې راشي او ستا په حضور کې د دې کور مخې ته چې ستا په نوم یادیږي، ودریږي. هغوی کولای شي د تکلیف په وخت کې تاته دعا او زارۍ وکړي او ته به د هغوی دعا واورې او هغوی به وژغورې.
10 ته ګورې چې د عمون، موآب او ادوم لښکر په مونږ باندې د حملې دپاره راغلي دي. کله چې زمونږ نیکونه د مصر نه راووتل، تا هغوی ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی خاورې ته ورننوځي. نو زمونږ نیکونو هغوی له منځه یو نه وړل او په بله لاره لاړل.
11 د هغې په بدل کې هغوی راغلي دي چې مونږ د هغې ځمکې څخه وشړي چې تا راکړې ده.
12 ای زمونږ خدایه! ته قضاوت وکړه او هغوی ته سزا ورکړه، مونږ څنګه د دې لوی لښکر په وړاندې ودرېږو چې په مونږ باندې برید کوي؟ مونږ بې وسه یو. مونږ نه پوهېږو چې څه وکړو، خو مونږ ستا مرستې ته سترګې په لاره یو.»
13 د یهودا ټول سړي د خپلو ښځو او ماشومانو سره د څښتن په حضور کې ولاړ وو.
14 د څښتن روح په یو لاوي باندې چې په غونډه کې حاضر ؤ، نازل شو. هغه یحزییل نومېده او د هغه شجره په لاندې ډول وه: پلار یې زکریا، نیکه یې بنایاه، غور نیکونه یې یعییل او متنیا وو. هغه د اساف د طایفې یو غړی ؤ.
15 بیا یحزییل وویل: «اعلیحضرته او د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو! څښتن وایي: ‹تاسو مه وېرېږئ او مه پرېږدئ چې دا ډېر لوی لښکر تاسو بې زړه کړي. دا جنګ د خدای جنګ دی، ستاسو جنګ نه دی.
16 څنګه چې هغوی سبا ته د صیص کنډو ته راوخېژي، نو حمله ورباندې وکړئ. د درې په اخر سر کې چې یروییل ته نژدې دښتې ته وتلی دی، مخامخ شئ.
17 تاسو به حتی جګړې ته هم مجبور نه شئ. یوازې په خپلو ځایونو کې ځای په ځای شئ او انتظار وکړئ، تاسو به ووینئ چې څښتن به تاسو د خپلو دښمنانو څخه وژغوري. ای د یهودا او د اورشلیم خلکو، مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. سبا ووځئ او د هغوی په وړاندې ودرېږئ. څښتن به ستاسو سره مل وي.›»
18 بیا یهوشافاط پاچا ټیټ شو او په ځمکه یې سجده وکړه او نورو ټولو د یهودا او د اورشلیم خلکو همداسې د څښتن عبادت وکړ.
19 بیا د قهات او د قورح د طایفو لاویان ودرېدل او په ډېر لوړ اواز یې د اسراییلو د څښتن خدای ثنا او صفت وکړ.
20 بله ورځ سهار وختي خلک د تقوع دښتې ته روان شول. څنګه چې هغوی حرکت وکړ، یهوشافاط ودرېده او ویې ویل: «د یهودا او د اورشلیم خلکو! په خپل څښتن خدای باندې باور وکړئ، ترڅو قوي اوسئ. د هغه د نبیانو په خبرو باندې باور وکړئ، نو تاسو به بریالي شئ.»
21 د خلکو سره د مشورې څخه وروسته هغه څو کسان وټاکل. د پاچا په حکم هغوی سپېڅلي کالي واغوستل، د دې دپاره چې د لښکر مخې ته لاړ شي او د څښتن د ستاینې دپاره دا سندره ووایي:د څښتن شکر کوئ
22 څنګه چې هغوی د څښتن د ستاینې سندرې پیل کړې، څښتن یرغلګرې لښکرې په وارخطایۍ اخته کړې،
23 نو د عمونیانو او موآبیانو عسکرو د ادوم په عسکرو باندې حمله وکړه اوپه پوره توګه یې له منځه یووړل. بیا هغوی د یو بل په خلاف شول او تر هغه وخته پورې سره وجنګېدل ترڅو چې ټول لښکر له منځه لاړ!
24 کله چې د یهودا لښکر هغه برج ته ورسېده چې دښتې ته مخامخ ؤ، هغوی ولیدل چې ټول دښمنان یې په ځمکه باندې مړه پراته دي. یو یې هم نه ؤ تښتېدلی.
25 نو یهوشافاط او د هغه عسکر ورغلل چې غنیمت راټول کړي. هغوی ډېر سامان، کالي او نور قیمتي شیان وموندل. غنیمت دومره زیات ؤ چې هغوی وړلی نه شو. هغه دومره ډېر ؤ چې په راټولولو کې یې درې ورځې ولګېدلې.
26 بیا په څلورمه ورځ هغوی د برکت په دره کې راغونډ شول او هلته یې د څښتن ستاینه وکړه. نو ځکه هغه دره تر اوسه پورې د برکت د درې په نوم یادیږي.
27 -
28 یهوشافاط خپل عسکر چې د یهودا او اورشلیم څخه وو، بېرته اورشلیم ته بوتلل. هغوی د مارش کولو سره سم چنګونه، رڅپرکیونه او سرني غږول. هغوی ډېر خوشحاله وو، ځکه چې څښتن هغوی په خپلو دښمنانو باندې بریالي کړي وو، نو کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، د څښتن کور ته لاړل.
29 کله چې نورو ټولو پاچاهانو واورېدل چې څښتن څنګه د اسراییلو د دښمنانو په ضد جنګېدلی دی، په هغوی کې د خدای وېره راپیدا شوه.
30 په دې ډول یهوشافاط په سوله او ارامۍ کې پاچاهي وکړه، ځکه چې خپل خدای ورته له هرې خوا ارامي ورکړې وه.
31 یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه.
32 هغه د خپل پلار اسا په شان هماغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې سم وو،
33 خو د عبادت سیمه ییز ځایونه وران نه شول. خلکو لا د زړه له کومي د خپلو نیکونو د خدای عبادت نه ؤ غوره کړی.
34 یهوشافاط چې د خپلې پاچاهۍ د پیل څخه تر پایه پورې نور څه کارونه کړي وو، د حناني د زوی د ییهو په تاریخ کې چې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ د کتاب یوه برخه ده، لیکلي دي.
35 یوځل د یهودا پاچا یهوشافاط د اسراییلو د پاچا اخزیا سره چې ډېر بد کارونه یې کړي وو، لاس یو کړ.
36 هغوی د عصیون جابر په بندر کې سمندري کشتۍ ګانې جوړې کړې.
37 خو د دودواهو زوی الیعازر چې د مریشه له ښارګوټي څخه ؤ، یهوشافاط ته پېشګویي وکړه: «د دې په خاطر چې تا د اخزیا سره لاس یو کړی دی، څښتن به هغه شیان له منځه یوسي چې تا جوړ کړي دي.» کشتۍ ګانې ماتې شوې او هېڅکله له بندر نه لاړې نه شوې.