عیسی، د خدای زوی - تثلیث


  • خدای پاک وفرمایل: <مونږ به انسان په خپل شکل او زمونږ په شان جوړ کړو ترڅو دوی په ماهیانو، په مرغانو، په کورني حیواناتو، په ټوله ځمکه او خزندو باندې حکم چلوي.>
    پیدایښت 1:26
  • څښتن خدای وفرمایل: <اوس چې آدم زمونږ په شان شو چې ښه او بد پېژني باید دا اجازه ورنه کړای شي چې د ژوندانه د ونې څخه مېوه وخوري او تر ابده پورې ژوندی پاتې شي.>
    پیدایښت 3:22
  • ای د اسراییلو خلکو، غوږ ونیسئ! یوازینی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.
    تثنیه 6:4
  • زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
    يشعياه 9:6
  • مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.
    يشعياه 43:10
  • مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
    يشعياه 44:6
  • نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.
    يشعياه 48:16
  • دمالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
    يشعياه 61:1
  • پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمانماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
    زبور 2:7
  • څښتن وویل زما بادار ته:«کښېنه زما ښي لاس تهترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»
    زبور 110:1
  • ګورئ، یوه پېغله به امیدواره شي او هغه به یو زوی وزېږوي او هغوی به په هغه باندې عمانوییل نوم کېږديچې معنی یې ده: «خدای زمونږ سره مل دی.»
    متى 1:23
  • او کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»
    متى 3:16-17
  • لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ.
    متى 28:19
  • عیسی ځواب ورکړ: «تر ټولو مهم حکم دا دی: ‹ای د اسراییلو خلکو، واورئ! یوازېنی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.›
    مرقوس 12:29
  • د شریعت هغه عالم عیسی ته وویل: «استاذه، تا ښه وویل، تا رښتیا وویل چې خدای یو دی او له هغه پرته بل خدای نشته.
    مرقوس 12:32
  • فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي.
    لوقا 1:35
  • هغه وویل: «ای پلاره! که چېرې ستا رضا وي، نو دا پیاله زما څخه لېرې کړه. خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
    لوقا 22:42
  • ه ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ، په ازل کې کلام د خدای سره ؤ. خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی.
    يوحنا 1:1-3
  • کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ.
    يوحنا 1:14
  • هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی.
    يوحنا 1:18
  • خدای روح دی او هرڅوک چې د هغه عبادت کوي نو هغه دې په روح او حقیقت سره د هغه عبادت وکړي.»
    يوحنا 4:24
  • د عیسی په دې خبره د یهودیانو مشرانو هڅه وکړه چې هغه ووژني، ځکه چې یوازې دا نه چې هغه د سبت قانون مات کړی دی بلکې په دې هم چې هغه خدای ته خپل پلار ووایه او په دې ډول یې خپل ځان د خدای سره برابر وګڼلو.
    يوحنا 5:18
  • نو ځکه مې تاسو ته وویل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کې مړه شئ. که چېرې تاسو په دې باندې ایمان رانه وړئ چې زه هماغه یم، نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ.»
    يوحنا 8:24
  • عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ابراهیم لا پیدا شوی هم نه ؤ چې زه یم.»
    يوحنا 8:58
  • زه او پلار یو یو.»
    يوحنا 10:30
  • هغوی ورته ځواب ورکړ: «مونږ تا د کوم نېک کار په خاطر نه سنګساروو، بلکې د کفر ویلو په خاطر. ځکه چې ته یوازې یو انسان یې، خو د خدایۍ دعوه کوې.»
    يوحنا 10:33
  • عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي.
    يوحنا 14:6
  • عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هر چا چې زه لیدلی یم نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟ ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي. کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ نو کوم کارونه چې ما کړي دي د هغو دپاره باور وکړئ.
    يوحنا 14:9-11
  • او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي، یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي قبلولی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه تاسو سره اوسي او په تاسو کې وي.
    يوحنا 14:16-17
  • خو ستاسو مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هرڅه چې ما درته ویلي دي هغه به در په یاد کړي.
    يوحنا 14:26
  • تاسو واورېدل چې ما وویل زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم. که چېرې تاسو زما سره مینه کولای نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه ډېر لوی دی.
    يوحنا 14:28
  • خو کله چې ستاسو مرسته کوونکی چې زه به یې د پلار له خوا نه تاسو ته درلېږم، راشي یعنې د حقیقت روح چې د خدای له خوا راځي، هغه به زما په هکله شاهدي ورکړي.
    يوحنا 15:26
  • او تلپاتې ژوندون دا دی چې هغوی تا وپېژني چې ته یوازېنی رښتینی خدای یې او عیسی مسیح چې تا رالېږلی دی، وپېژني.
    يوحنا 17:3
  • کوم جلال چې تا ماته راکړی ؤ هغه ما هغوی ته ورکړ ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې زه او ته سره یو یو. زه په هغوی کې اوسېږم او ته په ما کې اوسېږې، ترڅو هغوی په پوره توګه سره یو وي او د نړۍ خلک په دې پوه شي چې زه تا رالېږلی یم او هغوی درباندې دومره ګران دي لکه څنګه چې زه درباندې ګران یم.
    يوحنا 17:22-23
  • او د هغه سپېڅلي روح په وسیله چې په هغه کې ؤ او د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خدای په خپل لوی قدرت سره وښودل چې هغه د خدای زوی دی. هغه زمونږ څښتن عیسی مسیح دی.
    روميان 1:4
  • خدای یو دی او هغه خلک یوازې د ایمان په وسیله عادل جوړوي، که هغه یهودیان دي یا غیریهودیان.
    روميان 3:30
  • که چېرې روح القدس چې مسیح یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ په تاسو کې اوسي، نو لکه څنګه چې عیسی یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ، نو ستاسو فاني وجود ته به هم ژوند ورکړي، ځکه چې دغه روح په تاسو کې هم اوسیږي.
    روميان 8:11
  • بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه : ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو آؤريدلىاَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى،هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى، تيار کړى دى.“ هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل، ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمى بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى.
    اول کورنتيان 2:9-10
  • آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟
    اول کورنتيان 3:16
  • خو زمُونږ خو يو خُدائے دے، يعنے خُدائے پلار، چه دَ چا له طرف نه ټول څيزُونه دى اَؤ مُونږ دَ هغۀ دَ پاره ژوندى يُو، اَؤ يو مالِک دے، يعنے عيسىٰ مسيح دَ چا په وسيله چه دا ټول څيزُونه پيدا شول اَؤ مُونږ هم دَ هغۀ په وسيله ژوندى يُو.
    اول کورنتيان 8:6
  • خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري، نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی.
    غلاتیان 5:22-23
  • ځکه چې مونږ دواړه د مسیح په وسیله په یو روح القدس کې پلار خدای خواته ورنژدې کېږو.
    افسیسیان 2:18
  • لکه څنګه چې یو بدن او یو روح القدس دی، نو همداسې یوه هیله ده چې خدای تاسو ورته رابللي یئ. یو څښتن دی، یو ایمان او یو د تعمید غسل، یو خدای او د ټولو پلار چې د ټولو نه اوچت دی، زمونږ د ټولو په وسیله کار کوي او په ټولو کې اوسیږي.
    افسیسیان 4:4-6
  • زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
    فيليپيان 1:2
  • هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود. که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست، بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو. هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته.
    فيليپيان 2:5-8
  • مسیح د نه لیدونکي خدای تصویر او د ټولو مخلوقاتو نه لومړی زېږېدلی دی. ځکه چې د هغه په وسیله ټول شیان پیدا شول، که هغه په اسمان کې دي یا په ځمکه، لیدونکي دي یا نه لیدونکي، که هغه د پاچاهۍ تختونه دي که روحاني قدرتونه دي یا حاکمان یا د واک خاوندان، ټول شیان د هغه په وسیله او د هغه دپاره پیدا شول. هغه د ټولو شیانو نه مخکې وجود درلود او په هغه کې ټول شیان سره یوځای کیږي.
    کولسیان 1:15-17
  • ځکه چې مسیح په انساني جسم کې د خدای کامل خوی او فطرت لري
    کولسیان 2:9
  • څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ.
    تِسالونيکانو دويمs 3:5
  • ځکه چې یو خدای دی او د خدای او انسانانو ترمنځ یو منځګړی دی او هغه عیسی مسیح دی چې په خپله انسان دی
    اول تيموتيوس 2:5
  • خدای مونږ ته خلاصون راکړ او مونږ یې یو سپېڅلي ژوند ته راوبللو. دا زمونږ د عملونو له امله نه وو بلکې دا د خدای مقصد او فضل ؤ چې د ازل نه یې د عیسی مسیح په وسیله مونږ ته راکړ.
    تيموتيوس دويم 1:9
  • 3 نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو.
    تيطوس 2:13
  • هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.
    عبرانيان 1:3
  • خو د خپل زوی په هکله وایي:«ای خدایه! ستا د پاچاهۍ تخت به تل ترتله وياو د انصاف له مخې به په خپلو خلکو باندې حکومت کوې.
    عبرانيان 1:8
  • نو څومره به د مسیح په وینه چې خپل ځان یې د کاملې او بې عیبه قربانۍ په توګه د ابدي روح په مرسته خدای ته وړاندې کړ، وکولای شي زمونږ وجدان د بې ګټې عملونو نه چې د مرګ سبب ګرځي پاک کړي، ترڅو وکولای شو چې د ژوندي خدای خدمت وکړو.
    عبرانيان 9:14
  • نو څومره به د مسیح په وینه چې خپل ځان یې د کاملې او بې عیبه قربانۍ په توګه د ابدي روح په مرسته خدای ته وړاندې کړ، وکولای شي زمونږ وجدان د بې ګټې عملونو نه چې د مرګ سبب ګرځي پاک کړي، ترڅو وکولای شو چې د ژوندي خدای خدمت وکړو.
    عبرانيان 13:8
  • دا لیک د عیسی مسیح د رسول پطروس له خوا د خدای هغو غوره شویو خلکو ته چې د پنتوس، غلاتیه، کپدوکیه، اسیا او بطونیه ولایتونو ته مهاجر او خواره واره شوي دي. پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک او سپېڅلي شوي یئ، ترڅو د عیسی مسیح اطاعت وکړئ. د هغه وینه ستاسو په خاطر توی شوه چې تاسو پاک شئ. ډېر زیات فضل او سلامتي وي په تاسو باندې.
    اول پطروس 1:1-2
  • څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ.
    اول يوحنا 1:3
  • نو درې شاهدان شته: یعنې روح القدس، اوبه او وینه، او درې واړه سره یو دي.
    اول يوحنا 5:7-8
  • مونږ پوهېږو چې د خدای زوی راغلی دی او مونږ ته یې پوهه راکړه چې رښتینی خدای وپېژنو. مونږ د رښتیني خدای او د هغه د زوی عیسی مسیح سره ملګرتیا لرو. هغه رښتینی خدای او تلپاتې ژوندون دی.
    اول يوحنا 5:20
  • څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»
    رويا 1:8