ہماری نجات
- خدای د نړۍ سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازېنی زوی یې ورکړ ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نه شي، بلکې تلپاتې ژوندون به ولري.
جان 3: 16 - 
 ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خدای د جلال نه بې برخې دي. 
د روميانو 3: 23 - 
 ځکه چې د ګناه پایله مرګ دی، خو د خدای نعمت زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې تلپاتې ژوندون دی.- 
د روميانو 6: 23 - 
عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي. - 
جان 14: 6 - 
 خو کومو خلکو چې هغه یې قبول کړ او ایمان یې ورباندې راوړ، نو هغوی ته یې دا حق ورکړ چې د خدای اولادونه شي. - 
جان 1: 12 - 
عیسی په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې ترڅو پورې یو سړی بیا نوی پیدا نه شي هغه د خدای پاچاهي لیدلی نه شي.» -
جان 3: 3 - 
 په حقیقت کې د شریعت له مخې نژدې ټول شیان د وینې په وسیله پاکیږي او بې له وینې تویولو ګناهونه نه بخښل کیږي. - 
العبرانيين 9: 22 - 
 او ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ترڅو پورې چې تاسو په خپل ځان کې بدلون رانه ولئ او د ماشومانو په شان نه شئ نو هېڅکله به هم اسماني پاچاهۍ ته وردننه نه شئ. - 
متى 18: 3 - 
 ګورئ، زه په دروازه کې ولاړ یم او هغه ټکوم. که څوک زما اواز اوري او دروازه خلاصه کړي، نو زه به ورننوځم. زه به د هغه سره او هغه به زما سره ډوډۍ وخوري. -
رويا 3: 20 - 
 خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی. هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي. - 
جان ۱ 1: 9 - 
که چېرې ته په خپله خوله اقرار وکړې چې عیسی څښتن دی او په خپل زړه کې په دې ایمان ولرې چې خدای هغه د مړو نه راژوندی کړی دی، نو ته به خلاصون ومومې. ځکه که څوک د زړه نه ایمان راوړي نو هغه به نېک وګڼل شي او که په خپله خوله د خپل ایمان اقرار وکړي، نو.  لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: «هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي، نو هغه به وژغورل شي.»
د روميانو 10: 9, 10, 13 - 
ځکه چې تاسو د خدای د فضل په سبب او ایمان له لارې خلاصون موندلی دی او دا ستاسو خپل کار نه دی بلکې دا د خدای یو نعمت دی. خلاصون ستاسو د کار نتیجه نه ده، نو هېڅوک فخر نه شې کولای. -
افسیسیان 2: 8, 9 - 
هغوی ځواب ورکړ: «په څښتن عیسی باندې ایمان راوړه چې ته او ستا کورنۍ خلاصون ومومئ.» - 
اعمال 16: 31 - 
 څوک چې په زوی باندې ایمان راوړي نو هغه تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی نه اطاعت ونه کړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ونه ویني، بلکې د خدای غضب به تل ورباندې وي. - 
جان 3: 36 - 
 څوک چې په زوی باندې ایمان راوړي نو هغه تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی نه اطاعت ونه کړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ونه ویني، بلکې د خدای غضب به تل ورباندې وي.- 
جان 10: 28 - 
 دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول.- 
دوېم کورنتيان 5: 17