دُعا۔


  • وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي.
    متى متى 7: 7
  • که چېرې تاسو په ما کې پاتې شئ او زما خبرې په تاسو کې پاتې شي، نو هرڅه چې غواړئ د هغو دپاره سوال وکړئ او هغه به درکړل شي.
    جان 15: 7
  • د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې. يرمياه 33: 3
  • اور تم مجھے ڈھونڈوگے اور پاؤگے ۔ جب پورے دِل سے میرے طالب ہو گے ۔
    يرمياه 29: 13
  • د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
    أيشعياه 65: 24
  • په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅه چې تاسو د ځمکې په مخ ناروا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي. په یقین سره زه تاسو ته نور څه هم وایم: که چېرې په تاسو کې دلته د ځمکې په مخ دوه تنه د کوم شي په هکله په یو زړه خدای ته سوال وکړي، نو زما اسماني پلار به یې قبول کړي.
    متى 18: 19, 20
  • انو زما مشوره دا ده چې ځوانې کونډې دې واده وکړي، اولادونه دې راوړي او د خپل کور کارونه دې تنظیم کړي او زمونږ مخالفینو ته موقعه ورنه کړي چې بدې خبرې ورپسې وکړي. ځکه چې ځینې کونډې لا د مخکې نه بې لارې شوې دي او د شیطان په لاره روانې دي.
    جان 5: 14, 15
  • هر وخت دعا کوئ.
    تھِسلُنیکیوں ۱ 5: 17
  • که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټڅښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زماقبوله کړې یې دعا ده زما
    زبور 66: 18, 19
  • عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بېل کړي لکه څنګه چې دهقان د غنمو څخه بوس جدا کوي. خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته
    لوقا 22: 31, 32
  • نو له دې امله عیسی کولای شي هغو خلکو ته چې د هغه په وسیله خدای ته نژدې شي، په پوره توګه خلاصون ورکړي، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی او د هغوی شفاعت کوي.
    العبرانيين 7: 25
  • پَس مَیں چاہتا ہُوں کے مرد ہر جگہ بغَیر غُصّہ اور تکرار کے پاک ہاتھوں کو اُٹھا کر دُعا کِیا کریں۔ -
    اول تيموتيوس 2: 8
  • په همدې ډول روح القدس زمونږ په کمزوریو کې زمونږ سره مرسته کوي. ځکه چې مونږ نه پوهېږو چې څنګه باید دعا وکړو. نو روح القدس زمونږ دپاره داسې په نارو شفاعت کوي چې په خبرو او لفظونو کې بیان کېدلی نه شي. خو خدای چې زمونږ د زړونو نه خبر دی، په دې پوهیږي چې د روح القدس اراده څه ده، ځکه چې روح القدس د خدای د ارادې له مخې د خپلو خلکو شفاعت کوي.
    د روميانو 8: 26, 27
  • نو له دې امله زه تاسو ته وایم هرڅه چې تاسو یې په دعا کې وغواړئ نو یقین ولرئ چې لاسته به یې راوړئ او هغه به ستاسو شي.
    مرقوس 11: 24
  • او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو.
    جان ۱ 3: 22
  • هغه لږ لېرې لاړ، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او دا دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې کېدای شي نو دا د مصیبت پیاله زما څخه لېرې کړه! خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
    متى 26: 39
  • خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي. تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي.
    متى 6: 6, 7
  • نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.
    العبرانيين 4: 16
  • هر وخت د روح القدس په لارښوونه دعا او زارۍ کوئ. د همدې دپاره بېداره اوسئ او تل د خدای د ټولو خلکو دپاره دعا کوئ.
    افسیسیان 6: 18
  • سهار، غرمه او ماښامشکایتونه او فریاد کومهاو زما اواز به واوري
    زبور 55: 17
  • واوري زاري به د بې وزلو او د اړو خلکوپه سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته
    زبور 102: 17
  • ینه کومه د څښتن سره زهځکه چې سوال یې اورېدلی زمااو قبولې کړې یې زارۍ دي زما هغه نیولی دی خپل غوږ ماتهترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته
    زبور 116: 1, 2
  • سهار، غرمه او ماښامشکایتونه او فریاد کومهاو زما اواز به واوري
    زبور 55: 17
  • میَں خُداوند سے مُحبت رکھتا ہوں۔کیونکہ اُس نے میری فریاد سُنی اور میری منّت سُنی ہے۔ چُونکہ اُس نے میری طرف کان لگایا۔ اِسلئے میں عُمر بھر اُس سے دُعا کروں گا۔
    زبور 116: 1, 2
  • اے د يروشلم خلقو تاسو به نور نۀ ژاړئ. کله چې تاسو هغۀ ته د مدد دپاره فرياد وکړئ، نو هغه به خامخا په تاسو رحم وکړى او چې څنګه ستاسو دُعاګانې واورى نو جواب به درکړى.
    أيشعياه 30: 19
  • د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
    أيشعياه 65: 24
  • د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.
    يرمياه 33: 3
  • کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی.
    متى 6: 5
  • په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅه چې تاسو د ځمکې په مخ ناروا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي. په یقین سره زه تاسو ته نور څه هم وایم: که چېرې په تاسو کې دلته د ځمکې په مخ دوه تنه د کوم شي په هکله په یو زړه خدای ته سوال وکړي، نو زما اسماني پلار به یې قبول کړي. ځکه په هرځای کې که دوه یا درې تنه زما په نوم سره راټول شي، نو زه د هغوی په منځ کې حاضر یم.»
    متى 18: 18, 19, 20
  • او تاسو چې هرڅه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي. که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم.
    جان 14: 13, 14
  • که چېرې تاسو په ما کې پاتې شئ او زما خبرې په تاسو کې پاتې شي، نو هرڅه چې غواړئ د هغو دپاره سوال وکړئ او هغه به درکړل شي.
    جان 15: 7
  • کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما نه هېڅ سوال نه کوئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو زما په نوم د پلار نه هرڅه وغواړئ نو تاسو ته به یې درکړي. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هېڅ شی نه دی غوښتی، وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ترڅو ستاسو خوشحالي پوره شي.
    جان 16: 23, 24
  • خپل ځانونه خدای ته ورنژدې کړئ، نو هغه به هم تاسو ته درنژدې شي. ای ګناهکارانو! خپل لاسونه د بدو کارونو څخه پاک کړئ. ای منافقانو! خپل زړونه پاک کړئ.
    د یعقوب لیک 4: 8
  • او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو نو هغه به یې اوري. که چېرې مونږ په دې پوهېږو چې کله چې د هغه نه هرڅه وغواړو نو هغه یې اوري، نو په دې باندې هم باید پوه شو چې که هرڅه د هغه څخه وغواړو نو مونږ ته یې راکوي.
    جان ۱ 5: 14, 15
  • مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟
    أيشعياه 45: 11
  • اور تم مجھے ڈھونڈوگے اور پاؤگے ۔ جب پورے دِل سے میرے طالب ہو گے ۔
    يرمياه 29: 13
  • عیسی ورته ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو ایمان ولرئ او شک ونه کړئ نو تاسو به هم وکولای شئ داسې کار وکړئ لکه څنګه چې ما د انځر د ونې سره وکړ. یوازې دا کار نه بلکې که تاسو دې غره ته هم ووایئ چې پورته شه او دریاب ته وغورځېږه نو همداسې به وشي. که تاسو ایمان ولرئ نو هرڅه چې په دعا کې وغواړئ هغه به لاسته راوړئ.»
    متى 21: 21, 22
  • نو له دې امله زه تاسو ته وایم هرڅه چې تاسو یې په دعا کې وغواړئ نو یقین ولرئ چې لاسته به یې راوړئ او هغه به ستاسو شي.
    مرقوس 11: 24
  • همدارنګه تاسو ته وایم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پیدا به یې کړئ، دروازه وټکوئ نو درته خلاصه به شي. ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او هرڅوک چې څه ولټوي، نو پیدا به یې کړي او هرڅوک چې دروازه وټکوي نو ورته خلاصه به شي.
    لوقا 11: 9, 10
  • ابراهیم هېڅکله هم د خدای په وعده باندې شک ونه کړ، بلکې ایمان یې هغه ته قوت ورکاوه او د خدای ثنا یې ویله. ځکه چې هغه پوره یقین درلود چې خدای په دې قادر دی چې خپله وعده پوره کړي.
    د روميانو 4: 20, 21
  • جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو چې په مونږ کې زیات کار کوي.
    افسیسیان 3: 20
  • نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.
    العبرانيين 4: 16
  • نو پرته له ایمانه دا ناشونې ده چې انسان دې خدای خوشحاله کړي، ځکه څوک چې غواړي خدای ته ورنژدې شي، نو باید په دې ایمان ولري چې هغه موجود دی او څوک چې هغه لټوي، نو هغه ته اجر ورکوي.
    العبرانيين 11: 6
  • خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې د ایمان سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د دریاب د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا دې خوا غورځول کیږي. داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي،
    د یعقوب لیک 1: 6, 7
  • او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو نو هغه به یې اوري.
    جان ۱ 5: 14
  • هر سهار کې اواز اورې ته زماهر سهار کې زه کوم درته دعاانتظار د ځواب کړمه زه له تا
    زبور 5: 3
  • ای خدایه ته زما خدای یېزه رجوع کومه تاته خدایهزه په خپل زړه کې ستا لېوال یمهلکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شانزما روح تږی دی د ستا دپاره
    زبور 63: 1
  • بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کويچې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
    زبور 119: 2
  • خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.
    متى 6: 6
  • د مرګ څپې رانه راتاوې شولېد بربادۍ سیلابو واخیستمه پښې مې د ګور رسۍ کې ونښتلېمرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړکومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړزما اواز یې په خپل کور کې واورېدزما فریاد یې د کومک واورېده
    سموئیل 22: 5-7
  • نه دی غافل شوی غریبانو نهاو نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیفنه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخههم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي
    زبور 22: 24
  • د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئزه به خلاصون درکړمه تاسو لرهثنا او صفت به کوئ تاسو زما
    زبور 50: 15
  • ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدایخپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
    زبور 62: 8
  • هغه رایاد کړلو خپل لوظ د هغوی په خاطراو کړه بدله فیصله یې په سببد خپلې تلپاتې زیاتې مینې کړل هغوی ته یې خواخوږي هغه خلکچې اسیران وو دوی له هغو سره
    زبور 106: 44, 45
  • د زړه له کومي زه کوښښ کومهچې تاته وکړم رجوعمه مې پرېږده چې سرکښي وکړمهستا له حکمونو څخه
    زبور 119: 10
  • د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.
    أيشعياه 55: 6
  • هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.
    أيشعياه 64: 7
  • اور تم مجھے ڈھونڈوگے اور پاؤگے ۔ جب پورے دِل سے میرے طالب ہو گے ۔
    يرمياه 29: 13
  • ”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“
    ممرثيى 2: 19
  • راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو. راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
    ممرثيى 3: 40, 41
  • مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.
    يوايل 2: 12
  • دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو او د روژې په نیولو سره کېدای شي وویستل شي.]»
    متى 17: 21