واده او زنا


  • نو څښتن خدای حضرت آدم په درانه خوب باندې ویده کړ او د هغه د پوښتیو څخه یې یوه راواخیستله او د هغې ځای یې په غوښه باندې ډک کړ. څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه یې حضرت آدم ته راوستله. حضرت آدم وفرمایل:<دلته اوس زما په شان یو څوک شته!هډوکی یې زما د هډوکي څخه اخیستل شوی او غوښه یې زما له غوښې څخهد هغې نوم ښځه ده ځکه چې هغه د سړي څخه اخیستل شوې ده> له همدې کبله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او سره یو وجود شي.
    پیدایښت 2: 21-24
  • ۱حضرت آدم د بي بي حوا سره یوځای شو او بي بي حوا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. بي بي حوا وفرمایل: <زه به په هغه باندې قائن نوم ږدم ځکه چې هغه مې د څښتن په مرسته راوړ.> حضرت آدم بیا د خپلې ښځې سره یوځای شو او زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې شیث کېښود. هغې وفرمایل: <دا ځکه چې خدای پاک ماته د هابیل په ځای چې د خپل ورور قائن له لاسه ووژل شو بل زوی راکړ.>
    پیدایښت 4: 1, 25
  • مګر څښتن فرعون او د هغه درباریان د حضرت ابرام د ښځې سارای په سبب په خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل. نو فرعون حضرت ابرام راوغوښت او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <زما سره دې څه وکړل؟ ولې دې ماته ونه ویل چې هغه ستا ښځه ده؟
    پیدایښت 12: 17-18
  • نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله. نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.> حضرت ابرام د سارای خبره ومنله. نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.)
    پیدایښت 16: 1-3
  • د هغو دریو نفرو څخه یو څښتن ؤ، هغه وفرمایل: <زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته تاته راشم او ستا د ښځې ساره به زوی پیدا شي.> ساره د خېمې په دروازه کې د هغه ترشا ولاړه وه او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. حضرت ابراهیم او ساره ډېر زاړه وو او ساره د اولاد د راوړلو نه وه. نو ساره د خپل ځان سره وخندل او ویې ویل: <اوس زه زړه یم او د کاره لوېدلې یم، آیا دا کېدای شي چې په ما باندې دا خوشالي راشي؟ بله دا چې زما مېړه هم زوړ دی.>
    پیدایښت 18: 10-12
  • مګر اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي. څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه.
    پیدایښت 38: 9-10
  • زنا مه کوئ.
    هجرت 20: 14
  • د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه ښځې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.>
    هجرت 20: 17
  • د خپل پلار د نورو ښځو سره په زنا کولو سره د خپل پلار سپکاوی مه کوئ د بل سړي د ښځې سره زنا مه کوئ او په هغې باندې خپل ځان مه ناپاکه کوئ.
    لاویان 18: 8, 20
  • که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره زنا وکړي، هغه سړی او هغه ښځه دواړه باید ووژل شي. که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
    لاویان 20: 10, 13
  • یو کاهن باید د یوې داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه یا پېغله نه وي او یا د خپل مېړه له خوا ورته طلاق ورکړای شوی وي، ځکه چې هغه خپل خدای ته مقدس دی.
    لاویان 21: 7
  • هغه باید د داسې ښځې سره واده وکړي چې پېغله وي. هغه باید د یوې کونډې یا طلاق شوې یا د داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه، مګر یوازې د خپلې قبیلې څخه د یوې پېغلې سره دې واده وکړي.
    لاویان 21: 13-14
  • دا قانون د هغو حالاتو دپاره دی چې یو سړی غیرتي وي او په خپلې ښځې باندې داسې شکمن شي چې هغې زنا کړې ده. ښځه به د څښتن د قربانګاه مخې ته ودرول شي او کاهن به دغه مراسم سرته ورسوي.
    شمېر 5: 29-30
  • فرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده کوي او د هغې سره یوځای کیږي خو وروسته یې هغه نه خوښیږي او په هغې باندې د درواغو تور ولګوي او هغه بدنامه کړي ووایي: ما د دې نجلۍ سره واده وکړ، مګر کله چې مونږ سره څملاستو نو ماته معلومه شوه چې هغه پېغله نه وه. که چېرې داسې وشي، نو د نجلۍ مور او پلار دې د واده هغه روجایي چې په وینه باندې ککړه وي واخلي چې دا خبره ثابته کړي چې هغه پېغله وه. هغوی دې دا روجایي د ښار مشرانو ته د هغه ښار په دروازه کې وروښایي. د هغې پلار به هغوی ته داسې ووایي: ما خپله لور دې سړي ته په نکاح ورکړې ده او اوس زما لور د هغه نه خوښیږي. په هغې باندې یې د درواغو تور لګولی دی او داسې وایي: کله چې ما د هغې سره واده وکړ هغه پېغله نه وه. مګر دا زما د لور د پېغلتوب ثبوت دی. د واده په روجایي باندې د وینې داغونه وګورئ!
    تثنیه 22: 13-17
  • افرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي.
    تثنیه 24: 1
  • وروسته بیا داود خپلې ښځې بتشبع ته تسلي ورکړه او د هغې سره څملاست. هغې زوی وزېږاوه او داود ورباندې سلیمان نوم کېښود. څښتن د هغه ماشوم سره مینه کوله
    سموئیل 12: 24
  • خو ابیا نور هم قوي شو. هغه څوارلس ښځې، دوه ویشت زامن او شپاړس لوڼې درلودلې.
    تاريخ دويم 13: 21
  • ستا ښځه به ستا کور کې ويلکه د مېوه دارو انګورو د تاک په شاناو ستا اولادونه به وي د زیتون د ونو په شانوي به راتاو په دسترخوان د ستا
    زبور 128: 3
  • نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شياو د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې. هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ دهاو د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شېاو د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.
    متلونه 5: 18-19
  • نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څمليهرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې سزا به پاتې نه شي.
    متلونه 6: 29
  • څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دیڅوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.
    متلونه 6: 32
  • چا ته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شياو د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.
    متلونه 18: 22
  • کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږيخو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه تحفه ده.
    متلونه 19: 14
  • د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.
    متلونه 21: 9
  • د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په څېر ورځې یې تاته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې.
    مُعلِم 9: 9
  • بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.
    خواږهٔ سرودون 1: 2
  • د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه،او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.
    خواږهٔ سرودون 2: 6
  • ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه. اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه،د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه،او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه. زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه،د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه،او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
    خواږهٔ سرودون 4: 5, 9, 10
  • الِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.
    أيشعياه 54: 1
  • اے بې‌ايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.
    يرمياه 3: 14
  • مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې تا خپل مال دولت په خپلو عاشقانو خرچ کړو او خپله حيا دې د بدکارۍ په وخت کښې څرګنده کړه، ستا د ټولو خرابو بُتانو په وجه، ځکه چې تا هغوئ ته د خپلو بچو وينه پېش کړه، نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.
    حزقى‌ايل 16: 36-37
  • کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“
    هوسيعاب 1: 2
  • ”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.
    هوسيعاب 2: 2
  • همدارنګه ویل شوي دي: ‹کله چې څوک خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، نو باید هغې ته طلاقنامه ورکړي.› خو زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه د زنا کولو نه پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي، نو د هغې څخه زنا کاره جوړوي او هرڅوک چې د داسې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.
    متى 5: 31-32
  • او خدای وویل:نو له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدياو د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي. نو هغوی نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي. نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره جدا نه کړي.»
    متى 19: 5-6
  • هرچا چې زما په خاطر خپل کورونه، ورونه، خویندې، مور او پلار، اولادونه او خپلې ځمکې پریښي دي، هغوی به سل چنده لاسته راوړي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکړل شي.
    متى 19: 29
  • «استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي. ځکه چې د قیامت په ورځ کله چې مړي بیا راژوندي کیږي، نه سړي وادونه کوي او نه به ښځې چاته واده کیږي، خو هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي.
    متى 22: 24, 30
  • هغوی وویل: «موسی اجازه ورکړې ده چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاقنامه ورکړي او هغه پرېږدي.» خو عیسی هغوی ته وویل: «موسی دا حکم د دې دپاره تاسو ته ولیکه چې ستاسو زړونه سخت وو. خو د نړۍ د پیدایښت نه داسې وو: ‹خدای انسانان نر او ښځه پیدا کړل. له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.› نو هغوی به نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي. نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره جدا نه کړي.»
    مرقوس 10: 4-9
  • کله چې هغوی بېرته کور ته ننوتل، نو شاګردانو د دې موضوع په هکله د عیسی څخه پوښتنه وکړه.
    مرقوس 10: 12
  • هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومېدله او ډېره زړه وه، هغه د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل مېړه سره واوسېدله او له هغې وروسته یې مېړه مړ شو.
    لوقا 2: 36
  • «کله چې څوک تاسو ته د واده د مېلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښېنئ، ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،
    لوقا 14: 8
  • خلکو تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او وادونه به یې کول، ترڅو چې نوح کشتۍ ته ننوت او سېلاب راغی او ټول یې تباه کړل.
    لوقا 17: 27
  • عیسی خپل سر راپورته کړ او هغې ښځې ته یې وویل: «هغوی څه شول؟ هېچا ته محکومه نه کړې؟» هغې ځواب ورکړ: «هېچا هم نه، ښاغلیه.» عیسی وویل: «نو بیا زه هم تا نه محکوموم، ځه او بیا نوره ګناه مه کوه.»]
    جان 8: 10-11
  • د مثال په ډول د شریعت له مخې یوه ښځه تر هغه وخته پورې د خپل مېړه سره تړاو لري چې مېړه یې ژوندی وي، خو که چېرې مېړه یې مړ شي، نو هغه د واده د قانون د قید نه ازاده ده. نو مونږ بیا څه ووایو؟ ایا په خپله شریعت ګناه ده؟ هېڅکله نه! که چېرې شریعت نه وای نو ما به ګناه نه وای پېژندلې. که چېرې شریعت نه وای ویلي: «د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه،» نو زه به هېڅکله په دې نه وای پوه شوی چې تمه څه شی دی.
    د روميانو 7: 2, 3
  • ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى. اَؤ تاسو پرے غمژن نۀ شوئ چه چا چه دا کار کړے دے، تاسو هغه وشړئ بلکه فخر کوئ.
    اول کورنتيان 5: 1, 2
  • آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان، نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.
    اول کورنتيان 6: 9-10
  • خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى. خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.
    اول کورنتيان 6: 13, 14
  • دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے. آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ، ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.
    اول کورنتيان 6: 18-20
  • ومے خبرے چه تاسو ليکلى دى دَ هغے په حقله دا ده چه دَ سړى دَ پاره دا غوره ده چه وادۀ ونۀ کړى. خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.
    اول کورنتيان 7: 1, 2
  • خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند. ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده. تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.
    اول کورنتيان 7: 3-5
  • نو زَۀ هغه چا ته چا چه وادۀ نۀ وى کړے اَؤ کونډو ته دا وايم چه دَ هغوئ دَ پاره زما په شان پاتے کيدل غوره دى. خو که هغوئ صبر نۀ شى کولے نو وادۀ دِ وکړى ځکه چه وادۀ کول دَ مستئ نه غوره دى. خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زَۀ نه، بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى. اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى، اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى.
    اول کورنتيان 7: 8-11
  • ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى، هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى، هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى، ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.
    اول کورنتيان 7: 14
  • نو زَۀ دا غواړم چه تاسو بے غمه اوسئ. لونډ سړے دَ مالِک په فکر کښے وى چه څنګه به مالِک راضى کړى. خو وادۀ کړے سړے دَ دُنيا په فکر کښے وى چه څنګه به خپله ښځه راضى کړى، اَؤ دوه زړيه شى. نا وادۀ شوے اَؤ پيغله دَ مالِک په فکر کښے اوسيږى چه دَ هغے بدن اَؤ رُوح دواړه پاک وى، خو وادۀ
    اول کورنتيان 7: 32-34
  • تر څو چه دَ يوے ښځے خاوند ژوندے دے هغه دَ هغۀ پابنده ده، خو هر کله چه دَ هغے خاوند مړ شى نو دَ چا سره ئے چه زړۀ غواړى وادۀ کولے شى خو تش دَ ايماندار سره.
    اول کورنتيان 7: 39
  • د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، عیاشي،0 بت پرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، بخیلي کول، قهر او غضب، ځان خوښونه، بې اتفاقي، ډله بازي، بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې ما تاسو ته هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.
    غلاتیان 5: 19-21
  • خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي.
    افسیسیان 5: 3
  • ا ای ښځو، د خپلو مېړونو داسې تابعدارې اوسئ لکه څنګه چې د څښتن عیسی مسیح تابعداري کوئ. ځکه چې هر مېړه د خپلې ښځې سر دی لکه څنګه چې مسیح د کلیسا یعنې د خپل بدن سر دی او هغه خپله د هغې خلاصوونکی دی. نو لکه څنګه چې کلیسا د مسیح تابع ده، همداسې دې ښځې هم په هر شي کې د خپلو مېړونو تابع اوسي. ای مېړونو، د خپلو ښځو سره داسې مینه کوئ لکه څنګه چې مسیح د کلیسا سره کوله او خپل ځان یې د هغې دپاره قربان کړ. هغه داسې وکړل تر څو کلیسا د اوبو او کلام په وسیله ووینځي او هغه پاکه او سپېڅلې کړي. هغه داسې وکړل، ترڅو د ځان دپاره داسې د شان او شوکت نه ډکه کلیسا تیاره کړي چې بې داغه، بې ګونجو او کوم بل عیب په کې نه وي، بلکې سپېڅلې او بې عیبه وي. همدارنګه مېړونه باید د خپلو ښځو سره داسې مینه وکړي لکه څنګه چې د خپل بدن سره یې کوي. هرڅوک چې د خپلې ښځې سره مینه کوي، نو د خپل ځان سره مینه کوي. هېڅوک هم د خپل بدن نه کرکه نه کوي بلکې هغه ته خواړه ورکوي او پام ورباندې کوي، لکه څنګه چې مسیح یې د کلیسا دپاره کوي، ځکه چې مونږ د هغه د بدن غړي یو. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.» دا یو لوی راز دی او زه د مسیح او کلیسا په هکله خبرې کوم. خو په هر حال، په تاسو کې دې هر مېړه باید د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مینه وکړي او هره ښځه هم باید د خپل مېړه درناوی وکړي.
    افسیسیان 5: 22-33
  • نو له دې امله دنیاوي غوښتنې لکه جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، شهوت پرستي، بدې غوښتنې او حرص چې بت پرستي ده، په خپل ځان کې له منځه یوسئ.
    کولسیان 3: 5
  • د خدای اراده دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي اوسئ او د بل چا سره د جنسي بد اخلاقیو نه ځان لېرې وساتئ. تاسو هر یو باید پوه شئ چې څنګه خپل بدن په خپل اختیار کې وساتئ او هغه پاک او عزتمن وساتئ. نه د هغو بې دینه خلکو په شان چې خدای نه پېژني او په نفساني غوښتنو کې راګېر شئ.
    اول تِسالونيکيان 4: 3-5
  • د بد اخلاقانو، بچه بازانو، د غلامانو خرڅوونکو، دروغجنو، په دروغو شاهدي ورکوونکو او د هغه چا دپاره جوړ شوی دی چې د سم تعلیم په خلاف دي.
    اول تيموتيوس 1: 10
  • له دې امله د کلیسا مشر باید د ملامتیا نه پاک وي، یوازې یوه ښځه ولري، هوښیار وي، په خپل نفس باندې واک ولري، شریف او مېلمه پال وي او د تعلیم ورکولو توان ولري. خادم دې یوازې د یوې ښځې خاوند وي او خپل اولادونه او خپله کورنۍ باید په ښه توګه اداره کړي.
    اول تيموتيوس 3: 2, 12
  • مشران باید بې عیبه وي، یوازې یوه ښځه ولري، اولادونه یې ایمانداران وي او په هغوی باندې دې د بد اخلاقۍ او سرکښۍ تورونه نه وي.
    تيطوس 1: 6
  • ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بد اخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي.
    العبرانيين 13: 4
  • تاسو هم ای مېړونو! د خپلو ښځو سره په هوښیارۍ سره ګوزاره کوئ او که څه هم هغوی ستاسو څخه کمزورې دي، خو په درناوي ورسره چلند کوئ، ځکه چې هغوی درسره د تلپاتې ژوندون په نعمت کې شریکې دي. همداسې کوئ، ترڅو داسې نه شي چې ستاسو دعاګانې خدای قبولې نه کړي.
    اول پطروس 3: 7
  • خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم: تاسو هغې ښځې ته چې لکه ایزابل ده او ځان پیغمبره ګڼي، اجازه ورکړې چې په خپل تعلیم سره زما خدمتګاران بې لارې کړي، ترڅو هغوی زنا وکړي او هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو.
    رويا 2: 20
  • همدارنګه هغوی د قتل، جادوګرۍ، زناکارۍ او غلا نه توبه ونه ویستله.
    رويا 9: 21
  • ځکه رښتیني او عادلانه دي قضاوتونه د هغههغه د هغې لویې بدلمنې په هکلهچې فاسده یې کړه ځمکه خپلې زناکارۍ باندېویې کړه پرېکړه د سزا او د هغې څخه یې واخېستبدل د وینې د خپلو خدمتګارانو»
    رويا 19: 2