دعوا


  • اوس لاړ شه او ټول هېواد وګوره، ځکه چې هغه ټول تاته درکوم.>
    پیدایښت 13: 17
  • تاسو باید خپله ځمکه په دایمي توګه خرڅه نه کړئ، ځکه چې دا ستاسو نه ده. هغه ځمکه زما ده او تاسو په کې د هغو بېګانو خلکو په شان یئ چې کولی شي د هغې څخه یوازې ګټه واخلي.
    لاویان 25: 23
  • په هرځای باندې چې تاسو قدم ږدئ هغه به ستاسو وي. ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه په شمال کې د لبنان تر غرونو پورې وغزیږي او د فرات د سیند څخه به چې په ختیځ کې دی د مدیترانې تر بحیرې پورې چې په لوېدیځ کې ده وغزیږي.
    تثنیه 11: 24
  • له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
    سموئیل 22: 20
  • سوال وکړه له ما نه تهټول قومونه در به کړمنړۍ ټوله به د ستا شي
    زبور 2: 8
  • نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته هغوی ته یې وښودله سمه لارهچې دوی پیدا هلته یو ښار کړي د اوسېدو دپاره
    زبور 107: 6, 7
  • کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
    أيشعياه 30: 21
  • وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي.
    متى 7: 7
  • کله چې خدای ابراهیم ته امر وکړ چې خپل کور پرېږدي او هغه ځای ته لاړ شي چې خدای به یې ورته د میراث په توګه ورکړي، د ایمان په وسیله ؤ چې هغه اطاعت وکړ او بې له دې چې پوه شي چېرته ځي، د خپل وطن نه ووت.
    العبرانيين 11: 8
  • زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې تا سره مې وعده کړې وه.>
    پیدایښت 28: 15
  • ګورئ، زه ستاسو مخې ته یوه فرښته درلېږم چې په لاره کې ستاسو ساتنه وکړي او هغه ځای ته مو راولي چې ستاسو دپاره مې تیار کړی دی.
    هجرت 23: 20
  • اوس لاړ شه، دغه قوم هغه ځای ته بوځه چې ما درته وویل او زما فرښته به ستا لارښودنه کوي. نو کله چې د هغوی د سزا وخت راشي، زه به هغوی ته د خپلې ګناه سزا ورکړم.>
    هجرت 32: 34
  • څښتن په ځواب کې وفرمایل: <زه به په خپله ستا سره لاړ شم او بری به درکړم.>
    هجرت 33: 14
  • څښتن به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
    تثنیه 28: 6
  • دوی سرګردانه ګرځېدل به یو او بل وطن کېتلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی خو خدای پرېنښودل هېڅوکچې په دوی ظلم وکړيد دوی دپاره یې شاهان ورټل هغوی ته یې وویل:«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»
    زبور 105: 13-15
  • نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن تهاو دوی یې کړل خلاص له مصیبته9 هغه ارام کړ توفاناو څپې غلې شولې چې ارامي شوه نو خوشحال شول هغویاو هغه بندر ته یې خوندي راوستل چې دوی غوښتلو
    زبور 107: 28-30
  • په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتنله همدا اوس نه تر ابده پورې
    زبور 121: 8
  • که ما کولای شول چې والوزمه هغه ځای تهچې په کې لمر راخېژيیا مې کولای شول چې واوسېږم هغه ځای کېچېرته چې لمر پرېوځي هلته به هم یې چې ماته وکړې لارښوونهته به هلته یې چې ما سره کومک وکړې
    زبور 139: 9, 10
  • زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم. زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.
    أيشعياه 45: 2, 3
  • نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.
    حزقى‌ايل 11: 16