د شیطان مخالف


  • نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
    أيشعياه 59: 19
  • عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ.
    متى 10: 1
  • زه به تاته د اسماني پاچاهۍ کیلي ګانې درکړم، هرڅه چې ته د ځمکې په مخ ناروا وګڼې، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼې، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي.»
    متى 16: 19
  • خو عیسی مخ راواړاوه او خپلو شاګردانو ته یې وکتل او پطروس یې ورټلو او ورته ویې ویل: «زما له مخې نه لېرې شه شیطانه! ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
    مرقوس 8: 33
  • عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې قدرت او اختیار ورکړ چې پېریان وباسي او د ناروغیو علاج وکړي.
    لوقا 9: 1
  • بیا هغه دوه اویا شاګردان په خوشحالۍ سره بېرته راستانه شول او ویې ویل: «استاذه! حتی پېریان هم ستا د نوم په یادولو سره زمونږ تابع کیږي.»
    لوقا 10: 17
  • واورئ! ما تاسو ته واک او اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هېڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی.
    لوقا 10: 19
  • ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى. ځکه خو مُونږ دَ دليلُونو اَؤ هر هغه رُکاوټ څيز چه دَ خُدائے دَ پيژندګلئ خلاف ئے سر اُوچت کړے دے، نړوُو اَؤ هر يو خيال قيدوُو اَؤ دَ مسيح فرمابرداره کوُو.
    دوېم کورنتيان 10: 4, 5
  • او شیطان ته موقعه مه ورکوئ چې تاسو وسوسه کړي.
    افسیسیان 4: 27
  • اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ. د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ.
    افسیسیان 6: 10, 11
  • هغه مجبور ؤ چې د سامریې له لارې لاړ شي.
    جان ۱ 4: 4
  • هوښیار او ویښ اوسئ، ځکه چې ستاسو دښمن شیطان د غړمبېدونکي زمري په شان ګرځي او راګرځي او په دې لټه کې دی چې څوک ژوندی تېر کړي. نو په ټینګ ایمان سره د شیطان په وړاندې کلک ودرېږئ، ځکه چې تاسو پوهېږئ چې ستاسو ایماندار ورونه په ټوله نړۍ کې همدا ډول کړاوونه زغمي.
    اول پطروس 5: 8, 9
  • باد چې هرې خواته غواړي هلته لګیږي. تاسو یې اواز اورئ، خو په دې نه پوهېږئ چې هغه د کوم ځای نه راځي او چېرته ځي. نو څوک چې د روح القدس نه پیدا کیږي د هغه حالت هم همداسې وي.»
    جان ۱ 3: 8