اختلاف


  • د خدای غضب له اسمانه په هغو ټولو نازلیږي چې بې دینه او بد کاره دي او د هغوی دا بد کارونه د خدای په هکله د حقیقت پېژندنې مخه نیسي. ځکه چې هغوی د خدای په هکله په حقیقت باندې پوهیږي، له همدې امله خدای په خپله دا هرڅه هغوی ته ښکاره کړي دي. ځکه چې د نړۍ د پیدایښت نه د هغه نه لیدونکي صفتونه یعنې د هغه تلپاتې قدرت او الهي ذات په هغو شیانو کې چې هغه پیدا کړي دي، په روښانه توګه لیدل کیږي. نو له دې امله د دې خلکو دپاره هېڅ عذر نشته. سره له د‎ې چې هغوی خدای پېژانده، خو هغه ته یې د خدای په توګه عزت ورنه کړ او نه یې ترې شکرګزاري وکړه، بلکې د هغوی خیالونه باطل شول او پوچ مغزونه یې تیاره شول. هغوی دا دعوه کوي چې پوه دي، خو هغوی کم عقل دي. هغوی د نه فنا کېدونکي او د جلال نه ډک خدای عبادت کول پریښی دی او د هغو بتانو عبادت کوي چې د فاني انسانانو، مرغانو، حیواناتو او خزندو ته ورته جوړ شوي دي. له دې امله خدای هغوی د خپلو زړونو د نفساني غوښتنو پوره کولو ته پرېښودل، ترڅو خپل بدنونه یو د بله سره ناپاک او فاسد کړي. هغوی د خدای په هکله حقیقت په دروغو بدل کړ او د خالق په ځای یې د هغه د مخلوق عبادت او خدمت وکړ یعنې هغه خالق چې تل ترتله د ثنا او صفت لایق دی. امین. نو ځکه خدای هغوی خپل د شرم نه ډکو نفساني غوښتنو ته پرېښودل. حتی د هغوی ښځو عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د هغې په ځای یې په خپل منځ کې سره جنسي اړیکې خپلې کړې. په همدې ډول سړیو هم د ښځو سره عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د خپل همجنس سره یې د جنسي اړیکو سخت خواهشات پیدا کړل. یو سړي به د بل سړي سره له شرمه ډک کارونه کول او په نتیجه کې هغوی په خپلو ځانونو باندې هغه سزا راوستله چې د خپلو بې لاریو له امله د هغې لایق وو. څرنګه چې هغوی د دې نه انکار وکړ چې حتی د خدای په هکله فکر وکړي، نو هغه هم هغوی خپلو فاسدو خیالونو ته پرېښودل، ترڅو داسې کارونه وکړي چې باید ونه شي.
    د روميانو 1: 18-28
  • نو تاسو د خپل د ګناه نه ډک زوړ فطرت او د ژوند تېرولو د پخوانۍ لارې څخه چې د نفساني غوښتنې او غولونې له امله فاسدې شوې دي، لاس واخلئ. خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.
    افسیسیان 4: 22-24
  • که چېرې یو سړی د یو بل سړي سره بد کار وکړي، هغوی د کرکې وړ کار کړی دی او دواړه باید ووژل شي. خون به یې په خپله غاړه وي.
    لاویان 20: 13
  • آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان، نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان. اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.
    اول کورنتيان 6: 9-11
  • خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي.
    افسیسیان 5: 3
  • ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بد اخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي.
    العبرانيين 13: 4