قانون


  • کله چې عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته راغلل، نو د خدای د کور دپاره د مالیې راټولوونکي پطروس ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ستا استاذ د خدای د کور مالیه ورکوي؟» پطروس وویل: «هو، هغه یې ورکوي.» کله چې پطروس کور ته لاړ، نو مخکې له دې چې څه ووایي، عیسی ورته وویل: «ای شمعونه، ته څه فکر کوې د نړۍ پاچاهان د چا څخه محصول او مالیه اخلي؟ د خپلو خلکو څخه یا د پردیو څخه؟» پطروس ځواب ورکړ: «د پردیو څخه.» عیسی وویل: «نو بیا د دوی خپل خلک د مالیې ورکولو څخه معاف دي. خو مونږ نه غواړو چې دا خلک خفه کړو. نو لاړ شه، په دریاب کې چنګک واچوه او کوم ماهي چې دې اول ونیوه هغه راوباسه او د هغه خوله خلاصه کړه، نو د سپینو زرو یوه سکه به په کې پیدا کړې. هغه واخله او د هغې څخه زما او ستا دواړو مالیه ورکړه.»
    متى 17: 24-27
  • نو بیا مونږ ته ووایه چې په دې هکله ستا نظر څه دی؟ ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟» خو عیسی د هغوی په بدنیتۍ پوه شو او هغوی ته یې وویل: «ای منافقانو، تاسو ولې هڅه کوئ چې ما امتحان کړئ؟ هغه سکه چې تاسو ورباندې خپله مالیه ورکوئ ماته راوښایئ.» هغوی ورته یوه رومي سکه راوړله. عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
    متى 22: 17-21
  • د بې ایمانه خلکو په منځ کې خپل چلند نېک ساتئ. که څه هم هغوی په تاسو باندې تور لګوي چې تاسو بدکاره یئ، خو ستاسو د نېکو کارونو په لیدلو به هغوی د اخرت په ورځ د خدای ستاینه کوي. د څښتن په خاطر د هر هغه چا تابع اوسئ چې د واک خاوند وي، که هغه پاچا وي چې د ټولو نه لوړ مقام لري، او یا هغه والیان چې د پاچا له خوا ټاکل شوي دي چې مجرمانو ته سزا او نېکو خلکو ته عزت ورکوي.
    اول پطروس 2: 12-14
  • کله چې د خپل مدعي سره محکمې ته روان یې، نو په لاره کې ورسره روغه جوړه وکړه، هسې نه چې هغه دې قاضي ته په لاس ورکړي او قاضي به دې پولیس ته وسپاري او ته به په زندان کې واچول شې. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې به خلاص نه شې ترڅو پورې چې دې د خپل جېب وروستنۍ روپۍ نه وي ورکړې.
    متى 5: 25-26
  • او زما په خاطر به تاسو والیانو او پاچاهانو ته راوستل شئ چې د هغوی او غیریهودیانو په مخکې شاهدي ورکړئ. خو کله چې هغوی تاسو محکمې ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه وایئ او څنګه به یې وایئ، ځکه چې په هماغه ساعت به تاسو ته وویل شي چې څه ووایئ.
    متى 10: 18, 19
  • د هېچا پور په ځان باندې مه پرېږدئ، ستاسو یوازېنی کار د یو بل سره مینه کول دي. ځکه څوک چې د نورو سره مینه کوي، هغه په شریعت باندې پوره عمل کړی دی.
    د روميانو 13: 8
  • پیلاتوس هغه ته وویل: «ولې زما سره خبرې نه کوې؟ ایا ته په دې نه پوهېږې چې زه دا واک او اختیار لرم چې تا ازاد کړم او یا دې په صلیب باندې ځوړند کړم؟» عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې خدای تاته واک او اختیار نه وای درکړی نو تا به زما سره هېڅ هم نه شوی کولای. نو چا چې زه تاته په لاس درکړم، نو په دې کې زیاته ګناه د هغه ده.»
    جان 19: 10, 11
  • په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ. دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه. هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي. نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ.
    لوقا 2: 1-5
  • نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى. د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.
    أيشعياه 40: 15, 17
  • ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى.
    اول کورنتيان 16: 9
  • هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي. له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی یې ټاکلي دي، مخالفت کوي او څوک چې مخالفت کوي، هغوی به په خپله خپل ځان ته سزا ورکوي. ځکه چې واکمنان د ښو خلکو د وېرې سبب نه ګرځي، بلکې بدکاران ترې وېریږي. نو که چېرې غواړئ چې د قدرت د خاوندانو څخه وېره ونه لرئ، نو بیا ښه کار کوئ او هغوی به ستاسو ستاینه کوي. ځکه چې هغوی د خدای خدمتګاران دي او ستاسو د ښېګڼې دپاره دي. خو که چېرې تاسو غلط کار کوئ، نو بیا ووېرېږئ، ځکه چې هغوی د خپل ځان سره توره بې دلیله نه ګرځوي. هغوی د خدای خدمتګاران دي او د خدای د غضب له لارې بدکارانو ته سزا ورکوي. له همدې امله باید د واک د خاوندانو تابع اوسئ، یوازې د خدای د غضب نه د ځان ساتلو دپاره نه، بلکې د خپل وجدان په خاطر. له همدې امله تاسو هم خپله مالیه ورکوئ، ځکه چې د واک خاوندان د خدای خدمتګاران دي او په خپلو دندو کې بوخت دي. د کومو خلکو نه چې مو پور اخیستی وي، هغوی ته خپل پور بېرته ورکړئ. د مالیې اخیستونکو ته مالیه ورکوئ او محصول د محصول اخیستونکو ته ورکوئ. څوک چې د درناوي وړ وي، د هغوی درناوی کوئ او د عزت د خاوندانو عزت کوئ.
    د روميانو 13: 1-7