عليحدګي


  • همدارنګه هغه د مصفه په نوم هم یاده شوه ځکه چې لابان وویل: <کله چې مونږ یو د بل څخه جدا شو، نو څښتن دې زمونږ دواړو ناظر اوسي.
    پیدایښت 31: 49
  • ما د همدې ماشوم دپاره دعا کړې وه او څه چې مې د څښتن څخه غوښتی ؤ هغه یې راکړ. نو اوس هغه څښتن ته وقفوم، ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به د څښتن وي.>نو هغوی هلته د څښتن عبادت وکړ.
    سموئیل 1: 27, 28
  • که د مرګ تیاره دره کې هم روان یمله خطره به زه ونه کړمه وېرهځکه ته راسره مل یې ای څښتنهستا کوتک او امسا دواړه به زما په تسلۍ کاندي ساتنه
    زبور 23: 4
  • که مې مور او پلار هم پرېږديخو څښتن به ما قبول کړي
    زبور 27: 10
  • څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې زړونه یې مات ويورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي
    زبور 34: 18
  • روغوي هغه مات زړونهاو ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې
    زبور 147: 3
  • ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه،او نۀ سېلاب دا وړلے شينه.کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينهخو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.دوستان
    خواږهٔ سرودون 8: 7
  • زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم.
    جان 14: 18
  • زه فکر کوم چې هغه کړاوونه چې اوس یې مونږ تېروو، د هغه جلال سره د پرتله کولو وړ نه دي چې مونږ ته به وښودل شي.
    د روميانو 8: 18
  • هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.
    دوېم کورنتيان 1: 4
  • ل خو هرڅه چې زما په ګټه وو، زه یې اوس د مسیح په تاوان ګڼم. هو، یوازې دا نه، بلکې زما د څښتن عیسی مسیح پېژندل دومره قیمتي ؤ چې ما هرڅه د هغه په خاطر تاوان وګڼل. ما د هغه په خاطر هرڅه ایسته وغورځول او هغه ټول مې لکه د چټلیو په شان وګڼل، ترڅو مسیح خپل کړم
    فيليپيان - فيليپيان 3: 7, 8
  • ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو تاسې د هغو ایماندارانو په هکله بې خبره پاتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو د هغو خلکو په شان غمجن نه شئ چې د بیا راژوندي کېدلو هېڅ هیله نه لري.
    تھِسلُنیکیوں ۱ 4: 13
  • د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي.
    اول پطروس 1: 7
  • تاسو ته د صبر او زغم اړتیا ده، ترڅو د خدای اراده پوره کړئ، نو بیا به هغه څه تر لاسه کړئ چې هغه یې وعده کړې ده.
    العبرانيين 10: 36