کبر او غرور


  • ډېرې د غرور خبرې مه کوئد خپلې خولې نه د غرور خبرې مه راباسئځکه څښتن دی هغه خدای چې په هرڅه پوهیږيهغه د خلکو په کارونو باندې کړي قضاوت
    سموئیل ۱ 2: 3
  • کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځيخو د عاجزۍ سره حکمت راځي.
    متلونه 11: 2
  • کبر او غرور حتمي جنجال پیدا کويحکمت له هغه چا سره وي څوک چې لارښوونه مني.
    متلونه 13: 10
  • څښتن د کبرجنو کور ورانويخو د کونډې د جایداد پوله ټینګه ساتي.
    متلونه 15: 25
  • عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږيچې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.
    متلونه 22: 4
  • کبر او غرور انسان له پښو غورځويخو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.
    متلونه 29: 23
  • نو بيا چه څوک ځان مظبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى.
    اول کورنتيان 10: 12
  • خپل ځانونه د څښتن په وړاندې عاجزان کړئ، نو هغه به تاسو سرلوړي کړي.
    د یعقوب لیک 4: 10
  • ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي، هغه به سرلوړی شي.»
    لوقا 14: 11
  • خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري، نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی.
    غلاتیان 5: 22, 23
  • د ځان خوښونې او غرور له مخې هېڅ کار مه کوئ، بلکې په عاجزۍ سره نور خلک د ځان نه لوړ ګڼئ. یوازې د خپل ځان په فکر کې مه اوسئ، بلکې د نورو ګټې هم په پام کې ونیسئ. هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.
    فيليپيان - فيليپيان 2: 3-5
  • څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوياو باور ولره چې بې سزا به پاتې نه شي.
    متلونه 16: 5
  • مغرور تباه کیږيکبرجن راغورځیږي.
    متلونه 16: 18
  • د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.
    متلونه 16: 25
  • کبر د تباهۍ سبب کیږياو عاجزي د سرلوړۍ.
    متلونه 18: 12
  • خو خدای په مونږ باندې زیات فضل کوي، نو له دې امله د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو په ضد دی، خو په عاجزانو باندې فضل کوي.»
    د یعقوب لیک 4: 6
  • عاجزانو ته ورښایي نېغه لارهطریقه خپله وروښایي هغوی ته
    زبور 25: 9
  • همدارنګه ای ځوانانو! د خپلو مشرانو تابع اوسئ. او تاسو ټول د عاجزۍ پټۍ تر ملا وتړئ او د یو بل خدمت کوئ ځکه د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو خلکو په خلاف دی او په عاجزانو باندې فضل کوي.» خپل ځانونه د خدای د قدرت په وړاندې عاجزان کړئ، ترڅو تاسو په یو مناسب وخت کې سرلوړي کړي، او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.
    اول پطروس 5: 5-7
  • شاہِ اسرائیل نے جواب دیا تُم اُس سے کہناکہ جو ہتھیار باندھتا ہے وہ اُسکی مانند فخر نہ کرے جو اُسے اُتارتا ہے
    سلاطِین ۱ 20: 11
  • مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.
    أيشعياه 66: 2