څومره


  • په شرابو ځانونه مه مستوئ، ځکه چې ستاسو ژوند تباه کوي، بلکې د روح القدس نه ډک شئ.
    افسیسیان 5: 18
  • ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «څښتن وایي چې زه په خپل ژوند باندې قسم خورم چې هر یو به زما په مخکې په ګونډو شي او هر یو به په خپله ژبه اقرار وکړي چې زه خدای یم.» نو بیا به مونږ هر یو د خپل ځان په هکله خدای ته حساب ورکوو.
    د روميانو 14: 11, 12
  • و له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی. د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې په خپل نوي فکر سره خپل ځان بلکل بدل کړئ. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده
    د روميانو 12: 1, 2
  • آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان، نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان. اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.
    اول کورنتيان 6: 9-11
  • ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.
    اول کورنتيان 6: 12
  • نو تاسو هم خپل ځانونه د ګناه په وړاندې مړه وګڼئ، خو د خدای په وړاندې د عیسی مسیح سره په یووالي کې خپل ځانونه ژوندي وګڼئ. نو مه پرېږدئ چې ګناه نور ستاسو په فاني بدن باندې حکومت وکړي او تاسو د خپلو نفساني غوښتنو تابع کړي. د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه را ژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ.
    د روميانو 6: 11-13
  • نو که چېرې زوی تاسو ازاد کړي نو تاسو به په رښتیا سره ازاد اوسئ.
    جان 8: 36
  • شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوينو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.
    متلونه 20: 1
  • څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوينو بریالی به نه شيخو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلينو په هغه به رحم وشي.
    متلونه 28: 13
  • که چېرې مونږ ووایو چې بې ګناه یو، نو مونږ خپل ځانونه غولوو او په مونږ کې حقیقت نشته. خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی. هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي.
    جان ۱ 1: 8, 9
  • خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري، نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی.
    غلاتیان 5: 22, 23
  • اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.
    اول کورنتيان 10: 13
  • آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،
    اول کورنتيان 6: 19
  • د دې نه وروسته یوازې اوبه مه څښه، بلکې د خپلې معدې په خاطر لږ لږ شراب هم څښه، ځکه چې ته زیات وختونه ناروغه کېږې.
    اول تيموتيوس 5: 23
  • د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم نه تېروي بلکې د خدای د رضا له مخې یې تېروي، ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نه شو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو. اوس ستاسو پخواني ملګري په دې حیران دي چې تاسو ورسره په ډېرو بې لارې کوونکو کارونو کې چې هغوی یې کوي ملګرتیا نه کوئ، نو له دې امله تاسو ته بد رد وایي. هغوی به د دې حساب هغه خدای ته ورکوي چې د مړو او ژوندیو په هکله قضاوت کوي. ځکه چې هغو خلکو ته هم زېری واورول شو چې اوس مړه شوي دي، سره له دې چې هغوی ته په جسماني توګه سزا ورکړل شوې وه، ترڅو هغوی وکولای شي چې په روحاني توګه د خدای په شان ژوندي پاتې شي. دا نړۍ به زر ختمه شي، نو ځان ساتئ او هوښیار اوسئ، ترڅو وکولای شئ دعا وکړئ.
    اول پطروس 4: 2-7