زړور


  • زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو تهاو زه به نه شرمېږم
    زبور 119: 46
  • څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښليخو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.
    متلونه 29: 25
  • اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
    أيشعياه 40: 9
  • خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
    أيشعياه 50: 4
  • خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.
    يرمياه 1: 7
  • او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“
    حزقى‌ايل 3: 9
  • تاسو د نړۍ دپاره رڼا یئ. کوم ښار چې په غره باندې جوړ شوی وي هغه پټېدلی نه شي. هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه د کوم لوښي لاندې کېږدي چې پټ شي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې د کور ټولو خلکو ته رڼا ورکړي.
    متى 5: 14, 15
  • پرېږده چې ستاسو رڼا په خلکو باندې همداسې وځلیږي، ترڅو ستاسو نېک کارونه وویني او ستاسو پلار ته چې په اسمان کې دی جلال ورکړي.
    متى 5: 16
  • که چېرې څوک په دې بې ایمانه او ګناهکاره زمانه کې په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل پلار په جلال کې د سپېڅلو فرښتو سره راځي، په هغه وشرمیږي.»
    مرقوس 8: 38
  • خو د روح القدس په نازلېدو به تاسو قدرت پیدا کړئ او په اورشلیم، ټوله یهودیه، سامریه او د نړۍ تر بله سره پورې به زما شاهدان یئ.»
    اعمال 1: 8
  • کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیدله او پوه شول چې هغوی عادي او بې تعلیمه خلک دي، نو حیران شول او ویې وپېژندل چې د عیسی ملګري دي.
    اعمال 4: 13
  • پطروس او نورو رسولانو په ځواب کې وویل: «مونږ باید د خدای امر ومنو، نه د انسان.
    اعمال 5: 29
  • زه په دې زېري نه شرمېږم، ځکه چې دا د خلاصون دپاره د خدای قدرت دی، د هر چا دپاره چې ایمان راوړي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره.
    د روميانو 1: 16
  • زما دپاره هم دعا وکړئ چې کله زه خبرې کوم نو ماته خدای د وینا توان راکړي او وکولای شم په زړورتیا سره د زېري پټ راز اعلان کړم. ځکه چې د همدې زېري په خاطر چې په زنځیرونو تړل شوی استازی یم، نو دعا کوئ لکه څنګه چې لازمه ده هغه په زړورتیا سره اعلان کړم.
    افسیسیان 6: 19, 20
  • بلکې مونږ د هغو کسانو په توګه خبرې کوو چې خدای د دې دپاره وړ وګڼل چې زېری راته وسپاري. نو مونږ د انسانانو د خوشحالولو هڅه نه کوو، بلکې د هغه خدای د خوشحالولو هڅه کوو چې زمونږ زړونه ازمایي.
    تھِسلُنیکیوں ۱ 2: 4
  • نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم، مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د زېري په رسولو کې رامنځته کیږي.
    تيموتيوس دويم 1: 8
  • د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.
    تيطوس 2: 15
  • د بې ایمانه خلکو په منځ کې خپل چلند نېک ساتئ. که څه هم هغوی په تاسو باندې تور لګوي چې تاسو بدکاره یئ، خو ستاسو د نېکو کارونو په لیدلو به هغوی د اخرت په ورځ د خدای ستاینه کوي.
    اول پطروس 2: 12