حکمت


  • ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنانلارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضازما مخې ته کړه خپله لار صفا
    زبور 5: 8
  • ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ماتهطریقې د ژوند رازده کړه خپلې ماته حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړهځکه ته زما ژغورونکی خدای یېتل په تا باندې توکل کړم
    زبور 25: 4, 5
  • عاجزانو ته ورښایي نېغه لارهطریقه خپله وروښایي هغوی ته
    زبور 25: 9
  • ماته خپله لاره وښایه څښتنهما په سمه لاره بوځهځکه ډېر مې دښمنان دي
    زبور 27: 11
  • څښتن وایي: «هغه لار به درته ښایمچې باید ته پرې لاړ شېتاته به وکړم لارښوونه زهاو په تا به ساتم نظر
    زبور 32: 8
  • په هغه لار چې نېکان ځي ورباندېڅښتن د هغو لارښودنه کويله هغه چا چې ډېر راضي وي څښتن ساتي هغوی
    زبور 37: 23
  • ته لارښوونه مې کوې په مشورو خپلواو رسوې مې ته اخر خپل پر جلال حضور ته
    زبور 73: 24
  • سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمهستا په شریعت کې عجیبه حقایق
    زبور 119: 18
  • دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپارهاو ده رڼا زما د لارو
    زبور 119: 105
  • ټول بدعمله د دنیا ته غورځوېلکه خزلو په شاننو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
    زبور 119: 130
  • صُبح کو مجھے اپنی شفقت کی خبر دے۔ کیونکہ میرا توکل تجھ پر ہے۔ مجھے وہ راہ بتا جِس پر میَں چلوں۔ کیونکہ میَں اپنا دِل تیری ہی طرف لگاتا ہوں۔
    زبور 143: 8
  • په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه. په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
    متلونه 3: 5, 6
  • کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کويکله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوياو کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.
    متلونه 6: 22
  • کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
    أيشعياه 30: 21
  • زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
    أيشعياه 42: 16
  • خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
    أيشعياه 50: 4
  • نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.
    أيشعياه 58: 11
  • اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
    يرمياه 10: 23
  • کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
    يرمياه 31: 9
  • ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَوُو، نۀ چه دَ سترګو په ليدلو.
    دوېم کورنتيان 5: 7
  • ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي.
    العبرانيين 4: 12
  • او هغوی ته یې دا لارښوونې وکړې: «په قضاوت کولو کې غور کوئ، ځکه چې تاسو د انسان په خاطر نه بلکې د څښتن په خاطر قضاوت کوئ. کله چې تاسو قضاوت کوئ څښتن ستاسو سره مل دی.
    تاريخ دويم 19: 6
  • نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسهاو خپل زړه پوهې ته رامات کړه. که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړېاو د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږېاو د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې. ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوياو د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.
    متلونه 2: 3, 5, 6
  • انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړويخو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.
    متلونه 16: 1
  • بدکاران په انصاف او عدالت نه پوهیږيخو څوک چې د څښتن لټون کوي هغوی په هرڅه ښه پوهیږي.
    متلونه 28: 5
  • د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح، او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى،
    أيشعياه 11: 2, 3
  • نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.
    دانيال 1: 17
  • خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي.
    د یعقوب لیک 1: 5
  • صُبح کو مجھے اپنی شفقت کی خبر دے۔ کیونکہ میرا توکل تجھ پر ہے۔ مجھے وہ راہ بتا جِس پر میَں چلوں۔ کیونکہ میَں اپنا دِل تیری ہی طرف لگاتا ہوں۔
    زبور 143: 8
  • مجھے سِکھا کہ تیری مرضی پر چلوں اِسلئے کہ تُو میرا خُدا ہے۔ تیری نیک روح مجھے راستی کے مُلک میں لے چلے۔ اَے خُداوند! اپنے نام کی خاطر مجھے زندہ کر۔ اپنی صداقت میں میری جان کو مُصیبت سے نکال۔
    زبور 143: 10, 11
  • نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړياو عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي
    متلونه 1: 5
  • جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاريخو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.
    متلونه 12: 15
  • له مشورې پرته ټولې نقشې شنډیږيخو له ډېرو مشوره ورکوونکو سره بریالې کیږي.
    متلونه 15: 22
  • لارښوونه قبوله کړه او نصیحت واورهنو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.
    متلونه 19: 20
  • خپلې نقشې تل په مشوره جوړوهاو له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.
    متلونه 20: 18
  • له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځهډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.
    متلونه 24: 6
  • تاسو په ظاهره قضاوت مه کوئ، بلکې د انصاف له مخې قضاوت وکړی.»
    جان 7: 24
  • خو کوم حکمت چې د اسمان نه راځي هغه لومړی سوچه وي، بیا سوله خوښوونکی، نرم، معقول، رحم کوونکی، له ښو ثمرو څخه ډک، بېطرفه او بې ریا وي.
    د یعقوب لیک 3: 17
  • دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. ”دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.“
    دوېم کورنتيان 13: 1