ستونزې


  • لکه څنګه چې څښتن د ایلیا نبي په وسیله وعده کړې وه، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل خلاص نه شول.
    سلاطِین 17: 16
  • په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.
    ايُوب / ايُوب 5: 20
  • څښتن د مظلومانو پناه ځای دید سختیو په شېبو کې امن ځای دی هغه خلک چې تا پېژني څښتنهکړي په تا به توکلیوازې نه پرېږدې هغوی چې رجوع کړي تاته
    زبور 9: 9, 10
  • ورځ په ورځ څښتن ساتي نېک بندګانتل مدام به وي د ځمکې وارثان د سختیو په وختونو کې به دوی شرمنده نه شيهم به ماړه وي د قحطۍ په وخت کې
    زبور 37: 18, 19
  • له ځوانۍ نه بیا تر اوسه چې زه زوړ یمما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدليچې څښتن وي دوی پرې ایښيیا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال
    زبور 37: 25
  • خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږيغرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شياو له دې زوره غرونه ولړزیږي
    زبور 46: 1-3
  • ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدایخپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
    زبور 62: 8
  • زه به څښتن ته داسې ووایمه چېته پناه ځای او هم کلا یې زمااو زما خدای چې توکل پرې کوم
    زبور 91: 2
  • سیوري دپاره خدای خپره کړه ورېځ په خپلو خلکواور یې راولېږلو شپه کې د رڼا دپاره هغوی ترې سوال وکړ هغه مړزان ورکړل ورتههغوی ته یې ورکړله ډوډۍ د اسمانه څخهچې شي ماړه پرې هغوی هغه ګټ وچولو او ترې نه جاري شوې اوبهوبهېدې د سیند په شان دښته کې
    زبور 105: 39-41
  • زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.
    أيشعياه 44: 3
  • خو که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا په تنور کې اچول کیږي داسې کالي ورکولای شي، ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ایا هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ نو اندېښنه مه کوئ او مه وایئ: ‹مونږ به څه خورو؟ څه به څښو؟ او څه به اغوندو؟›
    متى 6: 30, 31
  • نو بیا څوک به مونږ د مسیح د مینې نه جدا کړي؟ ایا مصیبت او کړاوونه، یا ځورونه یا لوږه، لوڅوالی یا خطر یا توره؟ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: مونږه د ستا په خاطر مخ یو هر وخت مرګ سره او ګڼل کېږو مونږ هغو پسونو په شان چې حلالیږي. خو نه، له دې هرڅه سره سره د عیسی مسیح په وسیله چې زمونږ سره یې مینه وکړه، پوره بری زمونږ په برخه دی. ځکه زه ډاډمن یم چې نه مرګ او نه ژوند، نه فرښتې، نه اسماني واکمنان، نه اوسني او نه راتلونکي شیان، نه قدرتونه، نه لوړې او ژورې او نه په ټول خلقت کې نور شیان کولای شي چې مونږ د خدای د هغې میني نه جدا کړي چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې ده.
    د روميانو 8: 35-39
  • مُونږ دَ هر طرف نه مُصيبتُونه خو اُوچتوُو خو زپلے کيږو نه، پريشان کيږُو ضرور خو نا اُميد نۀ يُو، تنګولے کيږو خو يواځے پريښولے کيږُو نه، غورزولے کيږُو خو هلاکيږُو نه.
    دوېم کورنتيان 4: 8, 9
  • هغه ښځه بیابان، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.
    رويا 12: 6
  • هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى. هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى. هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.
    ايُوب / ايُوب 26: 8-10
  • دای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږيغرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شياو له دې زوره غرونه ولړزیږي
    زبور 46: 1-3
  • ته حکومت کوې غړمبېدونکي دریاب باندېچې شي راپورته د هغه څپې اراموې یې ته
    زبور 89: 9
  • څښتن قوي دی د دریاب د شورماشور څخههغه قوي دی د دریاب له څپودی زورور د اسمانونو څښتن
    زبور 93: 4
  • هغه ارام کړ توفاناو څپې غلې شولې
    زبور 107: 29
  • د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
    أيشعياه 4: 6
  • تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،
    أيشعياه 25: 4
  • کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
    أيشعياه 43: 2
  • مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
    ناحوم 1: 7
  • عیسی ورته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!» بیا هغه راپاڅېد او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ او هغوی بیخي ارام شول. شاګردان حیران شول او ویې ویل: «دا څنګه سړی دی چې باد او څپې یې هم حکم مني؟»
    متى 8: 26, 27
  • واورئ! ما تاسو ته واک او اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هېڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی.
    لوقا 10: 19