جرات


  • تحضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مه وېرېږئ! په خپل ځای کې ودرېږئ. تاسو به ووینئ چې څښتن نن تاسو ته څنګه خلاصون درکوي. کوم مصریان چې نن یې وینئ، هغه به بیا هیڅکله ونه وینئ. تاسو غلي اوسئ، څښتن به ستاسو دپاره جګړه وکړي.>
    هجرت 14: 13, 14
  • کله چې تاسو د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شئ او ووینئ چې د هغوی جنګي ګاډۍ او اسونه او لښکر ستاسو په پرتله زیات دي، د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای چې تاسو یې د مصر څخه ازاد کړئ هغه به ستاسو سره مل وي.
    تثنیه 20: 1
  • څښتن به په خپله تاته لارښودنه کوي او درسره مل به وي. هغه به ستا سره مرسته کوي او تا به یوازې نه پرېږدي. نو جرأت له لاسه مه ورکوه او وېرېږه مه.>
    تثنیه 31: 8
  • ستاسو څخه هر یو کولی شي چې د دښمن زرو تنو ته ماتې ورکړي، ځکه چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو دپاره جګړه کوي.
    شوَع 23: 10
  • ژوند ساتي هغه د خپلو وفاداروخو ورکیږي به تیارو کې بدکارانانسان نه بریالی کیږي په خپل زور
    سموئیل 2: 9
  • یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: <راځه چې د دغو کافرو فلسطینیانو کمپ ته ورواوړو، کېدای شي چې څښتن زمونږ سره مرسته وکړي. که چېرې څښتن داسې وکړي، هیڅ شی د هغه مخه نه شي نیولی چې مونږ ته بری راکړي، پروا نه لري چې زمونږ شمېر څومره لږ وي.>
    سموئیل 14: 6
  • هرڅوک به دلته وګوري چې څښتن د خپل قوم د ژغورلو دپاره تورو یا نېزو ته اړتیا نه لري. دا د څښتن جنګ دی او هغه به تاسې ټول مونږ ته راتسلیم کړي.>
    سموئیل 17: 47
  • «قوي او زړور اوسئ او د آشوریانو د پاچا یا د هغه له لښکر څخه چې هغه یې مشري کوي مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. ځکه چې زمونږ سره یو څوک شته چې د هغه نه ډېر زورور دی. هغه د انسان څخه مرسته اخلي، خو مونږ د خپل څښتن خدایه مرسته اخلو او هغه زمونږ په خاطر جګړه کوي.» خلک د خپل پاچا په دغو خبرو وهڅیدل.
    ۔توارِیخ 32: 7, 8
  • یمه تللی همېشه د ستا په لارهښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه
    زبور 17: 5
  • ته ښکاره کړه ای څښتنهچې زه یمه بې ګناهدې دپاره چې کومه سم کارونهاو په تا باندې توکل کومه بې له شکه
    زبور 26: 1
  • ما څو ځلې اورېدلي دي داچې خدای وایي دی قدرت ورسره
    زبور 60: 11
  • ای زما ځانه، ارام پیدا کړه صرف د خدای حضور کېزما د امید سترګې هغه ته دي
    زبور 62: 5
  • هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت موميڅوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږياو د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
    زبور 84: 5, 7
  • دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپلحکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي وي پایدار به تر ابده پورېهغه دي شوي په وفا او صداقت باندې
    زبور 112: 7, 8
  • دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن تهد دې په ځای چې توکل وکړم انسان باندې
    زبور 118: 8
  • صُبح کو مجھے اپنی شفقت کی خبر دے۔ کیونکہ میرا توکل تجھ پر ہے۔ مجھے وہ راہ بتا جِس پر میَں چلوں۔ کیونکہ میَں اپنا دِل تیری ہی طرف لگاتا ہوں۔
    زبور 143: 8
  • په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه. په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
    متلونه 3: 5, 6
  • قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
    أيشعياه 30: 15
  • نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُڅپرکیل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
    زکرياها 4: 6
  • زه د انګورو تاک یم او تاسو څانګې یئ. هرڅوک چې په ما کې پاتې شي او زه په هغه کې پاتې شم نو هغه به ډېره مېوه ونیسي، ځکه چې تاسو بې له ما هېڅ نه شئ کولا
    جان 15: 5
  • ځکه چې د خدای هر اولاد کولای شي چې په نړۍ باندې بری ومومي او دا بری زمونږ د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي.
    جان ۱ 5: 4