فتح


  • تحضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مه وېرېږئ! په خپل ځای کې ودرېږئ. تاسو به ووینئ چې څښتن نن تاسو ته څنګه خلاصون درکوي. کوم مصریان چې نن یې وینئ، هغه به بیا هیڅکله ونه وینئ.
    هجرت - هجرت 14: 13
  • مخالفت وکړه ته زما د دښمنانو سره ای څښتنههغوی چې ما سره کړي جنګ ورسره وجنګېږه
    زبور زبور 35: 1
  • څښتن ته ووایئ یوه نوې سندرهځکه کارونه یې عجیبه کړي ديپه خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یېبریالیتوب تر لاسه کړی هغه
    زبور زبور 98: 1
  • څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“
    أيشعياه أيشعياه 35: 4
  • څښتن به ما د هر بد کار څخه وساتي او خپلې اسماني پاچاهۍ ته به مې خوندي ورسوي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
    تيموتيوس دويم تيموتيوس دويم 4: 18
  • نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:«څښتن زما مرستندوی دی، زه به نه وېرېږم.انسان زما سره څه کولای شي؟»
    العبرانيين 13: 6
  • باد چې هرې خواته غواړي هلته لګیږي. تاسو یې اواز اورئ، خو په دې نه پوهېږئ چې هغه د کوم ځای نه راځي او چېرته ځي. نو څوک چې د روح القدس نه پیدا کیږي د هغه حالت هم همداسې وي.»
    جان ۱ جان 3: 8
  • زمونږ خویندې او ورونه د وري د وینې او د پیغام د شاهدۍ په وسیله په هغه باندې بریالي شول، ځکه چې هغوی دې ته تیار وو چې خپل ژوند له لاسه ورکړي او حتی مړه شي.
    رويا رويا 12: 11