ارتقاء


  • ۱په ابتدا کې خدای پاک اسمان او ځمکه پیدا کړل.
    پیدایښت 1: 1
  • خدای پاک وفرمایل: <اوبه دې د ژوندیو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې د پاسه د اسمان په فضا کې والوزي.>
    پیدایښت 1: 20
  • خدای پاک وفرمایل: <په ځمکه کې دې ژوندي حیوانات د دوی د جنس په څېر راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي> او هماغه شان وشول.
    پیدایښت 1: 24
  • خدای پاک وفرمایل: <په ځمکه کې دې ژوندي حیوانات د دوی د جنس په څېر راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي> او هماغه شان وشول.
    پیدایښت 1: 26
  • نو خدای پاک انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای پاک په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل.
    پیدایښت 1: 27
  • څښتن خدای خاوره راواخیستله او د هغې څخه یې آدم جوړ کړ او د هغه په پوزه کې یې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو.
    پیدایښت 2: 7
  • ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمان، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، مګر په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ.
    هجرت 20: 11
  • خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى، او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى. ځکه چې هغوئ ټولو ته پته ده چې زما تکليف د مالِک خُدائ د طرف نه دے.
    ايُوب 12: 7-9
  • خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو.
    ايُوب 37: 5
  • دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى. د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے. د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى. د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى.
    ايُوب 40: 15-18
  • تا پیدا کړي دي شمال او جنوب دواړهد تابور او حرمون غرونهپه خوشحالۍ سره ستا نوم ستایي
    زبور 89: 12
  • مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکهاو نړۍ پیدا کړېته له ازله تر ابده خدای یې
    زبور 90: 2
  • چې کله ورکړې ورته ساه نو ژوندي شي هغویاو ورکوې ځمکې ته نوی ژوندون
    زبور 104: 30
  • ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نومځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم
    زبور 148: 5
  • خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،
    أيشعياه 42: 5
  • زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.
    أيشعياه 45: 7
  • زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.
    أيشعياه 45: 12
  • مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.
    أيشعياه 45: 18
  • ”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
    أيشعياه 65: 17
  • آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟
    ملاکى 2: 10
  • خو د نړۍ د پیدایښت نه داسې وو: ‹خدای انسانان نر او ښځه پیدا کړل.
    مرقوس 10: 6
  • ځکه چې په هغو ورځو کې به داسې مصیبت رامنځته شي چې د کوم وخت نه چې خدای نړۍ پیدا کړې ده تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي.
    مرقوس 13: 19
  • خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی.
    جان 1: 3
  • ځکه چې د نړۍ د پیدایښت نه د هغه نه لیدونکي صفتونه یعنې د هغه تلپاتې قدرت او الهي ذات په هغو شیانو کې چې هغه پیدا کړي دي، په روښانه توګه لیدل کیږي. نو له دې امله د دې خلکو دپاره هېڅ عذر نشته. سره له د‎ې چې هغوی خدای پېژانده، خو هغه ته یې د خدای په توګه عزت ورنه کړ او نه یې ترې شکرګزاري وکړه، بلکې د هغوی خیالونه باطل شول او پوچ مغزونه یې تیاره شول. هغوی دا دعوه کوي چې پوه دي، خو هغوی کم عقل دي. هغوی د نه فنا کېدونکي او د جلال نه ډک خدای عبادت کول پریښی دی او د هغو بتانو عبادت کوي چې د فاني انسانانو، مرغانو، حیواناتو او خزندو ته ورته جوړ شوي دي. له دې امله خدای هغوی د خپلو زړونو د نفساني غوښتنو پوره کولو ته پرېښودل، ترڅو خپل بدنونه یو د بله سره ناپاک او فاسد کړي. هغوی د خدای په هکله حقیقت په دروغو بدل کړ او د خالق په ځای یې د هغه د مخلوق عبادت او خدمت وکړ یعنې هغه خالق چې تل ترتله د ثنا او صفت لایق دی. امین.
    د روميانو 1: 20-25
  • کځکه چې خلقت په شوق سره د خدای د اولادونو د ښکاره کېدلو په انتظار دی. ځکه چې خلقت بې معنی شو، خو په خپله رضا نه بلکې د خدای په رضا، په دې هیله چې یوه ورځ به په خپله خلقت د فساد د غلامۍ نه ازاد شي او د خدای د اولادونو د جلال نه په ډکې ازادۍ کې شامل شي. ځکه چې مونږ پوهېږو چې ټول خلقت یوځای د درد له لاسه لکه د لنګون د درد په شان تر اوسه پورې زګېروي کوي.
    د روميانو 8: 19-22
  • اَؤ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه.
    اول کورنتيان 11: 9
  • ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو ترڅو سرته یې ورسوو.
    افسیسیان 2: 10
  • ځکه چې د هغه په وسیله ټول شیان پیدا شول، که هغه په اسمان کې دي یا په ځمکه، لیدونکي دي یا نه لیدونکي، که هغه د پاچاهۍ تختونه دي که روحاني قدرتونه دي یا حاکمان یا د واک خاوندان، ټول شیان د هغه په وسیله او د هغه دپاره پیدا شول.
    کولسیان 1: 16
  • پام کوئ چې څوک مو په پوچو فلسفو سره چې خلک غولوي راګېر نه کړي، ځکه چې دا د انساني رواجونو او د دې دنیا د بدو روحاني قوتونو سره تړلي دي، نه د مسیح سره.
    کولسیان 2: 8
  • تاسو د نوي فطرت لباس اغوستی دی او نور هم زیات د خپل خالق په شان شوي یئ چې هغه ښه وپېژنئ.
    کولسیان 3: 10
  • هغوی خلک د واده څخه منع کوي او هم یې د هغو خوړو څخه منع کوي چې خدای پیدا کړي دي، ترڅو هغه ایمانداران چې په حقیقت باندې پوهیږي، په شکرګزارۍ سره یې وخوري.
    اول تيموتيوس 4: 3
  • همدارنګه هغه وایي:«ای څښتنه، تا د شروع نه د ځمکې بنیاد ایښی ؤاو په خپلو لاسونو دې اسمانونه جوړ کړل
    العبرانيين 1: 10
  • ایمان په هغو شیانو باندې باور لرل دي چې مونږ ورته هیله من یو او په هغو شیانو باندې ټینګه عقیده لرل چې مونږ یې نه شو لیدلی. د ایمان په وسیله ؤ چې د پخوانۍ زمانې خلک د خدای له خوا ومنل شول. مونږ د ایمان له مخې پوهېږو چې ټول کاینات د خدای د کلام په وسیله پیدا شو، نو څه چې مونږ وینو هغه د هغو شیانو څخه جوړ شوي دي چې نه شي لیدل کېدای.
    العبرانيين 11: 1-3
  • د هرڅه نه مخکې باید تاسو خبر شئ چې په اخرنیو ورځو کې به داسې مسخره خلک راپیدا شي چې د خپلو بدو خواهشاتو سره سم به ژوند تېروي او په تاسو باندې به ملنډې وهي. هغوی به وایي: «هغه چا چې وعده کړې ده چې راځي، هغه وعده څه شوه؟ ځکه د کوم وخت نه چې زمونږ نیکونه مړه شوي دي، نو هرڅه هماغسې روان دي لکه څنګه چې د نړۍ د پیدایښت له وخته روان وو.» هغوی په قصدي ډول دا هېروي چې ډېر پخوا خدای حکم وکړ او اسمانونه پیدا شول. او د خدای د حکم په وسیله ځمکه د اوبو څخه جدا شوه او د اوبو نه وچه ځمکه رامنځته شوه. همدارنګه د اوبو یعنې د سېلاب د اوبو په وسیله هغه پخوانۍ نړۍ د اوبو لاندې شوه او تباه شوه.
    اول پطروس 3: 3-6
  • د لاوودیکیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.
    رويا 3: 14
  • «ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایهته لایق یې د جلال او د عزت او قدرتځکه چې ټول شیان پیدا کړل تاپه ارادې د ستا پیدا شول هغهاو په وجود کې راغلل.»
    رويا 4: 11
  • او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي!
    رويا 10: 6
  • بیا ما بله فرښته ولیدله چې په اسمان کې الوتله، هغې د ځمکې په مخ اوسېدونکو، هر ملت، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر قوم ته تلپاتې زېری ورکاوه. هغې په لوړ اواز نارې وهلې: «د خدای څخه ووېرېږئ او هغه ته جلال ورکړئ، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغه به قضاوت کوي. د هغه عبادت وکړئ چې اسمان، ځمکه، بحر او چینې یې پیدا کړي دي.»
    رويا 14: 6-7