ځواک


  • که چېرې تاسو زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ نو زه به ستاسو په خوراک او اوبو کې برکت واچوم او ستاسو ټولې ناروغۍ به لېرې کړم.
    هجرت 23: 25
  • <بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې فرمایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تاته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې.
    سلاطین 20: 5
  • داود نور هم قوي شو، ځکه چې مطلق قادر څښتن د هغه سره مل ؤ.
    ۔تواریخ 11: 9
  • پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحاليکړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی
    زبور 21: 1
  • هغه ژوند وغوښت له تا نهاوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ
    زبور 21: 4
  • هغه ته دې ورکړی برکت نه ختمېدونکی دیورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی
    زبور 21: 6
  • هغه ساتي ټول هډوکي د دههېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه
    زبور 34: 20
  • د ماشومتوب نه دې تعلیم راکړیزه لا تر اوسه بیانوم ستا عجیبه کارونه اوس چې زه زوړ شوم او ویښتان مې سپین شوللاس رانه وانخلې ای خدایهترڅو خبر کړمه دا نسل او نور ټول نسلونهستا د قوت او ستا د زوره څخه
    زبور 71: 17, 18
  • دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپلحکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي
    زبور 112: 7
  • زمونږ زامن دې په ځوانۍ کېشي قوي لکه د بوټو په شانزمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شانچې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه
    زبور 144: 12
  • نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شېاو ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
    متلونه 3: 23
  • په ازل کې کلام د خدای سره ؤ.
    جان ۳ 1: 2
  • ځکه چې ستاسو سره خپل څښتن خدای روان دی چې ستاسو په خاطر ستاسو د دښمنانو په مقابل کې وجنګیږي او تاسو ته بری درکړي.
    تثنیه 20: 4
  • قوي او زړور اوسه، په کار پیل وکړه او هېڅ شی مه پرېږده چې ستا د لارې خنډ شي. زما څښتن خدای ستا سره مل دی. هغه به دې یوازې پرېنږدي، خو تر هغه وخته پورې به ستا سره پاتې شي، ترڅو چې د څښتن د کور کار پای ته ورسیږي.
    ۔تواریخ 28: 20
  • هغه د انسان څخه مرسته اخلي، خو مونږ د خپل څښتن خدایه مرسته اخلو او هغه زمونږ په خاطر جګړه کوي.» خلک د خپل پاچا په دغو خبرو وهڅیدل.
    ۔توارِیخ 32: 8
  • ماشومان او تي رودونکي ماشومانستا د لویۍ سندرې وایيتا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضدهم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل
    زبور 8: 2
  • راکوې قوت چې کړم حمله په دښمنراکوې قدرت په دېوالو د ختلو ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه ديڅومره د باور یې ټول لوظونه ديهغه دی سپر هغو تهټول چې پناه ده ته راوړي ځکه چې څوک دی خدای بې له څښتنه؟څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟ هغه خدای دی چې قوت راکوي ماتههغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
    زبور 18: 29, 30, 32
  • زه باور لرم تر هغې به یم ژوندی ‎چې خپل ژوند کې د څښتن نېکي وګورم کړه توکل په څښتناوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړيکړه توکل دې په څښتن
    زبور 27: 13, 14
  • څښتن ژغوري نېکان خلکد سختیو په وختو کې یې څښتن وي پناه ځای
    زبور 37: 39
  • که مې زړه او بدن دواړه شي کمزوريخو بیاهم دی خدای زما د زړه قوتاو د تل دپاره به هرڅه وي زما دپاره هغه
    زبور 73: 26
  • هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت موميڅوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږينو له هغه ځای څخه چینې جوړیږيباران د مني ډکوي یې برکتونو باندې د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږياو د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
    زبور 84: 5, 7
  • زه څښتن کړمه قوياو دفاع یې زما وکړهاو زه یې ژغورلی یمه
    زبور 118: 14
  • زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمهپه خپل کلام دې ماته راکړه قوت
    زبور 119: 28
  • تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،
    أيشعياه 25: 4
  • هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
    أيشعياه 40: 29
  • يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
    أيشعياه 41: 10
  • عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده خو د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»
    متى 19: 26
  • نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟ که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟
    د روميانو 8: 31
  • په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے،
    دوېم کورنتيان 3: 5
  • ځکه چه ځنى وائى چه دَ هغۀ خطُونه اثرناک اَؤ زبردست دى خو هر کله چه په خپله موجُود وى نو کمزورے شان معلُوميږى اَؤ دَ هغۀ تقرير فضول دے.
    دوېم کورنتيان 10: 4
  • خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى. دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.
    دوېم کورنتيان 12: 9, 10
  • زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ.
    افسیسیان 3: 16
  • اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ.
    افسیسیان 6: 10
  • زه د مسیح په وسیله چې ماته قوت راکوي کولای شم چې هر حالت تېر کړم.
    فيليپيان 4: 13
  • خو ای ګرانو بچیانو! تاسو د خدای یئ او تاسو په جعلي پیغمبرانو باندې بری موندلی دی، ځکه هغه روح چې په تاسو کې دی هغه د هغه چا نه ډېر قوي دی کوم چې د دې نړۍ دی.
    جان ۱ 4: 4
  • دا په یاد ساته چې ما تاته حکم کړی دی چې قوي او زړور اوسه. مه وېرېږه او جرأت له لاسه مه ورکوه. زه ستا څښتن خدای یم او هر چېرې چې ځې زه به ستا سره مل یم.>
    شوَع 1: 9
  • نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.
    يرمياه 5: 14
  • زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
    زکرياها 10: 12
  • ځکه تاسو چې کومې خبرې کوئ هغه به ستاسو خبرې نه وي، بلکې ستاسو د اسماني پلار روح به ستاسو په وسیله خبرې کوي.
    متى 10: 20
  • خو د روح القدس په نازلېدو به تاسو قدرت پیدا کړئ او په اورشلیم، ټوله یهودیه، سامریه او د نړۍ تر بله سره پورې به زما شاهدان یئ.»
    اعمال 1: 8
  • کله چې هغوی د پطروس او یوحنا زړورتیا ولیدله او پوه شول چې هغوی عادي او بې تعلیمه خلک دي، نو حیران شول او ویې وپېژندل چې د عیسی ملګري دي.
    اعمال 4: 13
  • ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے.
    اول کورنتيان 1: 18
  • اَؤ زما پيغام اَؤ زيرے دَ حِکمت په غُلووُنکو خبرو نۀ وو بلکه هغه دَ خُدائے دَ رُوح دَ قُدرت دَ مخه ثابت وو، دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.
    اول کورنتيان 2: 4, 5
  • ځینې توکل کوي ګاډیو جنګي خپلو باندېځینې توکل کړي په اسونو باندېزمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای
    زبور 20: 7
  • دی څښتن زما قوت او زما سپرزه د زړه نه توکل په هغه کړمههغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي زړګیزه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم څښتن قوت ورکوي خپل ولس تههغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا
    زبور 28: 7, 8