خوښي
- پرېږده چې وي هغه ټول کسان خوشحالڅوک چې ځان په تا کې پناه موميپرېږده چې مدام د خوشحالۍ سندرې ووایيوساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سرهپه رښتیا چې له کبله ستا خوشحال وي
زبور 5: 11 -
راښایې ماته د ژوندون لارهډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سرهستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم
زبور 16: 11 -
وي غضب د ده یوې شېبې دپارهخو یې فضل وي د ټول عمر دپارهد شپې کېدای شي چې ژړا وي ټولهخو په سهار کې خوشحالي راځي
زبور 30: 5 -
څوک چې په خپلو اوښکو کښت کويد خوشحالۍ په چیغو به هغه لو کاندي
زبور 126: 5 -
ختور دي هغه خلک چې وېریږي له څښتنهاو څوک چې روان وي د هغه په لاره ستاسو کار به کړي پوره ضرورتونه ستاسواوسئ خوشحاله او نېکمرغه به یئ
زبور 128: 1, 2 -
هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.
أيشعياه 35: 10 -
ما دا شیان تاسو ته وویل ترڅو ستاسو زړونه زما د خوشحالۍ نه ډک شي او ستاسو خوشحالي پوره شي.
جان 15: 11 -
ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي.
د روميانو 14: 17