د لداخ ځواک


  • د اسراییلو خلکو، واورئ! تاسو نن جګړې ته روان یئ. د خپلو دښمنانو څخه ونه وېرېږئ او جرأت له لاسه ورنه کړئ او وارخطا نه شئ.
    تثنیه 20: 3
  • خثنا او صفت دې وي څښتن تهچې دی ساتونکی زماچې راکوي راته روزنه د جګړې دپارهاو تیاروي مې جنګ ته
    زبور 144: 1
  • خو زه تاته وایم چې ته پطروس یې چې معنی یې تیږه ده او زه په دې تیږې باندې خپله کلیسا جوړوم او حتی مرګ هم دومره قدرت نه لري چې په هغې باندې بریالی شي.
    متى 16: 18
  • خو دَ خُدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى.
    دوېم کورنتيان 2: 14
  • زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ.
    افسیسیان 3: 16
  • د ایمان په جنګ کې ښه وجنګېږه او تلپاتې ژوند تر لاسه کړه، ځکه چې ته خدای د تلپاتې ژوند دپاره غوره کړی یې چې د ډېرو شاهدانو په حضور کې په ښه ډول د خپل ایمان اقرار وکړې.
    اول تيموتيوس 6: 12
  • لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه.
    تيموتيوس دويم 2: 3
  • هېڅ عسکر خپل ځان په ملکي کارونو کې نه راګېروي، ځکه چې د هغه مقصد د خپل قوماندان خوشحاله ساتل دي.
    تيموتيوس دويم 2: 4
  • ای ګرانو بچیانو، تاسو ته مې ولیکل، ځکه چې تاسو پلار پېژنئ.ای پلرونو، تاسو ته مې ولیکل ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.ای ځوانانو، ما تاسو ته ولیکل، ځکه چې تاسو قوي یئ او د خدای کلام په تاسو کې اوسیږي او تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.
    جان ۱ 2: 14
  • ګرانو دوستانو! ما ډېر غوښتل چې تاسو ته د هغه خلاصون په هکله ولیکم چې مونږ ټول په کې شریک یو، خو دا مې ضروري وګڼله چې تاسو وهڅوم چې د هغه ایمان په خاطر چې خدای یوځل او د تل دپاره خپلو سپېڅلو خلکو ته ورکړی دی، هلې ځلې وکړئ.
    د یهودا لیک3