صداقت


  • یو بل ته دروغ مه وایئ، ځکه چې تاسو خپل زوړ فطرت او د هغه ټول بد عملونه د خپل وجود نه لېرې کړي دي.
    کولسیان 3: 9
  • د بدۍ په بدل کې د چا سره بدي مه کوئ. خو پام کوئ چې هغه کارونه باید وکړئ چې د ټولو په نظر کې ښه وګڼل شي.
    د روميانو 12: 17
  • ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.
    دوېم کورنتيان 8: 21
  • دڅښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کويخو په پوره کاڼي تول تل خوښوي. 3 د..صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کويخو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي.
    متلونه 11: 1, 3
  • بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږيخو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي. رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکويخو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.
    متلونه 12: 13, 17
  • څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوينو بریالی به نه شيخو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلينو په هغه به رحم وشي.
    متلونه 28: 13
  • نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
    د یعقوب لیک 5: 16
  • بلکه مُونږ دَ شرم پټے خبرے پريښودے اَؤ دَ مکارئ چلند نۀ کوُو، نۀ دَ خُدائے په کلام کښے څۀ ګډُون کوُو بلکه حق ظاهروُو
    دوېم کورنتيان 4: 2