لارښود


  • د خپلو رمو له حال نه ځان پوره خبروهاو په ښه توګه د خپلو پادو باندې پام کوه
    متلونه 27: 23
  • ”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.
    حزقى‌ايل 34: 11
  • عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.»
    جان 21: 16
  • ما نهل کړو، اپولوس اوبۀ ورکړے، خو وده خُدائے ورکړه. نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے، خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے.
    اول کورنتيان 3: 6, 7
  • ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو، دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى، نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى.
    اول کورنتيان 3: 10
  • نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده چه مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟
    اول کورنتيان 9: 11
  • خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى.
    دوېم کورنتيان 9: 6
  • کومې خبرې چې تا د ډېرو شاهدانو په مخکې زما څخه اورېدلي دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته وسپاره چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړ وي.
    تيموتيوس دويم 2: 2
  • چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره.
    اول پطروس 5: 2