پناه


  • د څښتن د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو په دې خاوره کې په امن سره واوسېږئ.
    لاویان 25: 18
  • هغه د بنیامین د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:<دا هغه قبیله ده چې څښتن تعالیٰ ورسره مینه کويهغه اوسیږي د هغوی د غونډیو منځ کېاو ټوله ورځ د هغوی ساتنه کوي>
    تثنیه 33: 12
  • مهرباني وکړه زما اولادې ته برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پادشاهان وي. څښتنه، تا پخوا وعده کړې ده او زه یقین لرم چې ته به زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت راکړې.>
    سموئیل 7: 29
  • هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به تاته یو نوم درکړم لکه څنګه چې مې د نړۍ ډېرو لویو مشرانو ته ورکړی دی.
    تاريخ اول 17: 8
  • کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندېپه سبب د ده د تلپاتې مینېهغه تل به وي په امن ته به خپل ټول دښمنان ونیسېوبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه چې ښکاره کله ته ځان کړېد تنور د اور په شان به دوی برباد کړېپه خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړيدوی به وسوځوي اور
    زبور 21: 7-9
  • خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای له وجېڅوک چې قسم خوري د خدای په نومد هغه ثنا او صفت به کويخو د دروغجنو خولې به بندې شي
    زبور 63: 11
  • د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلتهزما غوره شوی پاچا به وي څراغ زما د قوم دپاره زه به رسوا کړم دښمنان د هغهخو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه»
    زبور 132: 17, 18
  • ته پاچاهانو ته بری ورکوېاو ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود تهد وژونکې تورې څخه
    زبور 144: 10
  • ابدي خدای زمونږ د پټېدلو ځای دیهغه نیسي مونږه په ابدي غېږه کېخدای لېرې دښمنان کړل ستاسوستاسو له مخې څخهاو درته ویې ویل چې هغوی تباه کړئ
    تثنیه 33: 27
  • څملم او ویده به شم په سوله کېای څښتنه صرف ته یې چې خوندي به مې ساتې
    زبور 4: 8
  • څښتن تل زما سره دی زه پوهېږمهغه موجود دی زما ښي لاس تهنو زه به نه غورځېږم
    زبور 16: 8
  • هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېرهفرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېرهاو خلاصون ورکوي دوی ته له خطره
    زبور 34: 7
  • خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش
    زبور 46: 1
  • دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپلاو خدای تعالی دې کړلو خپله کلا نو هېڅ بدي به په تا رانه شيستا کور ته درنژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي
    زبور 91: 9, 10
  • ترڅو څښتن جوړ نه کړي کورنو بې فایدې به وي د جوړوونکو کارترڅو څښتن ونه ساتي هغه ښارنو بې فایدې به وي ولاړ ورته پهره دار
    زبور 127: 1
  • ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی ويچې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
    متلونه 3: 26
  • له څښتن څخه وېره د انسان دپاره د امن ټینګه کلا دهاو د هغه د اولادونو دپاره کلکه پناه ګاه ده.
    متلونه 14: 26
  • د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دیچې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.
    متلونه 18: 10
  • اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږيخو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.
    متلونه 21: 31
  • د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ دهڅوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.
    متلونه 30: 5
  • يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.
    عاموس 3: 7
  • د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ. ځکه چې زمونږ جنګ د انسان سره نه دی، بلکې د حاکمانو، د واک د خاوندانو، د دې تیارې دنیا د واکمنو قدرتونو او په اسماني ځایونو کې د بدو روحاني قوتونو په خلاف دی.
    أفسس 6: 11, 12