شفا


  • ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځيخو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري
    زبور 34: 19
  • که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي. کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي. نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
    د یعقوب لیک 5: 14-16
  • هغوی یې روغ کړل خپل کلام باندېاو هغوی یې خلاص کړل له مرګه څخه
    زبور 107: 20
  • <بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې فرمایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تاته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې.
    سلاطین 20: 5
  • مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
    يرمياه 30: 17
  • هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
    أيشعياه 40: 29
  • څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښياو ستا ټول رنځونه روغوي
    زبور 103: 3
  • خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
    أيشعياه 53: 5
  • هغه وفرمایل: <که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ کوم چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.>
    هجرت 15: 26
  • عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول، نو پاک او روغ شول.
    لوقا 17: 14
  • عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ.
    متى 10: 1
  • خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
    ملاکى 4: 2
  • پطروس هغه ته وویل: «ای اینیاسه، عیسی مسیح درته شفا درکوي. پاڅېږه او بستره دې راټوله کړه.» او هغه سمدلاسه پاڅېده.
    اعمال 9: 34
  • څوک چې ایمان راوړي نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي، هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي نو هغوی به ښه کیږي.»
    مرقوس 16: 17-18
  • د خپلو قدمونو دپاره لاره سمه کړئ، ترڅو په تاسو کې د ځینو ګوډې پښې کمزورې او ناتوانه نه شي بلکې روغې شي.
    العبرانيين 12: 13
  • اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو، يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم. په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى. خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير
    دوېم کورنتيان 12: 7-9
  • هغه وفرمایل: <که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ کوم چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.>
    هجرت 15: 26
  • عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول، نو پاک او روغ شول.
    لوقا 17: 14
  • عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ.
    متى 10: 1
  • خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
    ملاکى 4: 2
  • پطروس هغه ته وویل: «ای اینیاسه، عیسی مسیح درته شفا درکوي. پاڅېږه او بستره دې راټوله کړه.» او هغه سمدلاسه پاڅېده.
    اعمال 9: 34
  • څوک چې ایمان راوړي نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي، هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي نو هغوی به ښه کیږي.»
    مرقوس 16: 17-18
  • د خپلو قدمونو دپاره لاره سمه کړئ، ترڅو په تاسو کې د ځینو ګوډې پښې کمزورې او ناتوانه نه شي بلکې روغې شي.
    العبرانيين 12: 13
  • اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو، يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم. په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى. خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى.
    دوېم کورنتيان 12: 7-9
  • هغه وفرمایل: <که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ کوم چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.>
    هجرت 15: 26
  • <بېرته لاړ شه او زما د قوم مشر حزقیا ته ووایه: ستا د نیکه داود څښتن خدای داسې فرمایي: ما ستا دعا قبوله کړه او ستا اوښکې مې ولیدلې، زه به تاته شفا درکړم. په درېمه ورځ به ته زما په کور کې عبادت وکړې.
    سلاطین 20: 5
  • نه دی غافل شوی غریبانو نهاو نه یې د نظره غورځولی د هغوی تکلیفنه دی اړولی هغه خپل مخ له هغوی څخههم اورېدلي فریادونه د هغوی یې د کومک دي
    زبور 22: 24
  • اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکوټول هغه چې هیله له څښتن لرئ
    زبور 31: 24
  • حتی په سخته کې مې وشي تسليځکه وعده دې ماته ژوند راکوي
    زبور 119: 50
  • که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه واینو له دردونو نه مړ شوی به وای
    زبور 119: 92
  • زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنهپه رښتیا ډېر زیاتلکه چې څنګه دې وعده کړې دهما ژوندی وساته
    زبور 119: 107
  • روغوي هغه مات زړونهاو ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې
    زبور 147: 3
  • واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.
    أيشعياه 59: 1
  • مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
    يرمياه 30: 17
  • مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.
    يرمياه 32: 27
  • زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.
    حزقى‌ايل 34: 16
  • عیسی مخ ورواړاوه او هغه یې ولیدله او ورته ویې ویل: «لورې! ډاډه اوسه، ته خپل ایمان روغه کړې.» او په هماغه ساعت ښځه روغه شوه.
    متى 9: 22
  • یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول.
    لوقا 5: 17
  • نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
    د یعقوب لیک 5: 16
  • که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي. کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي. نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
    د یعقوب لیک 5: 14, 15, 16