ورکول


  • بناروغان روغ کړئ، مړي راژوندي کړئ، په جذام اخته خلک پاک او روغ کړئ او پېریان وباسئ. تاسو ته وړیا درکړل شوي او وړیا یې ورکړئ.
    متى 10: 8
  • ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرېنو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
    متلونه 3: 27
  • نورو ته څه شی ورکړئ، نو تاسو ته به هم درکړل شي. تاسو ته به په ډکې پیمانې، په زور ځای شوې او تر خولې پورې ډکه ستاسو په لمنه کې واچول شي. ځکه په هره پیمانه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ په هماغه پیمانه به تاسو ته درکول کیږي.»
    لوقا 6: 38
  • فرض کړئ تاسو ووینئ چې یو ورور یا خور کالیو او خوړو ته اړتیا لري، او ستاسو څخه یو څوک هغه ته ووایي: «په خیر لاړ شه او تود او موړ اوسه.» خو چې کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ورته ورنه کړئ نو څه ګټه به ولري؟ نو په همدې ډول که چېرې د ایمان سره عمل نه وي نو هغه ایمان مړ دی.
    د یعقوب لیک 2: 15-17
  • څوک چې سخاوت کوي نور به هم شتمن شيخو څوک چې سختي کوي نور به هم نېستمن شي. یو سخي سړی به تل آباد شيڅوک چې د نورو تنده ماتوي خپله تنده به یې هم ماته شي.
    متلونه 11: 24, 25
  • که څوک درڅخه کوم څه وغواړي نو هغه ورته ورکړه او څوک چې درڅخه پور غواړي، نو انکار ورته مه کوه.
    متى 5: 42
  • همېشه به ځینې غریب او محتاج اسراییلیان موجود وي، نو زه تاسو ته امر کوم چې د هغوی سره د سخاوت څخه کار واخلئ.
    تثنیه 15: 11
  • په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوهاو د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه نو بیا به ستا ګودامونهله غلي دانې نه ډک شياو چاټۍ ګانې به دېد انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
    متلونه 3: 9, 10
  • څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړينو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.
    متلونه 21: 13
  • خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.
    ملاکى 3: 10
  • خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي. نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي.
    متى 6: 3, 4
  • پاچا به ورته ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو زما د دې پیروانو څخه چې عادي خلک دي، د کوم یو سره هم څه کړي دي، هغه مو زما سره کړي دي.›
    متى 25: 40
  • خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى. اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى، هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى. اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په څپرکی کښے وائى چه : ”هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.“ نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى، هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى. اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى. ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شکر ګذاری کيږى.
    دوېم کورنتيان 9: 6-12