د روحاني پرمختګ


  • ل خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.
    ايُوب 23: 10
  • ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوينو هغه ته سزا ورکويلکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وينو رټنه یې د محبت نښه ده.
    متلونه 3: 12
  • خو چې کوم لوښے به هغۀ د خټې نه جوړولو نو هغه به په لاس کښې هغه شان نۀ راتلو کوم به چې د هغۀ اُميد وو نو بيا به يې هغه خراب کړو او بل څيز به يې ترې نه جوړول شروع کړل کوم به چې هغۀ ته ښۀ ښکارېدو.
    يرمياه 18: 4
  • ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.
    حزقى‌ايل 22: 14
  • نو هرڅوک چې زما دا خبرې اوري او عمل ورباندې کوي هغه د هغه پوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په تیږو باندې جوړ کړی ؤ،
    متى 7: 24
  • او نه هم څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې اچوي، ځکه که واچول شي، نو مشکونه شکیږي او شراب ترې توییږي او مشکونه به له منځه لاړ شي. خو تازه شراب په نویو مشکونو کې اچول کیږي او په دې ډول هم شراب او هم مشک دواړه روغ پاتې کیږي.»
    متى 9: 17
  • خو هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چاته چې ډېر ورکړل شي نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چاته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»
    لوقا 12: 48
  • عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بېل کړي لکه څنګه چې دهقان د غنمو څخه بوس جدا کوي. خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته راوګرځېدلې، نو خپل ورونه دې قوي کړه.»
    لوقا 22: 31, 32
  • هغه باید ډېر لوی شي او زه وړوکی شم.»
    جان 3: 30
  • په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه شي نو ډېرې دانې به راشنې شي.
    جان 12: 24
  • زما هره څانګه چې مېوه نه نیسي هغه پرې کوي او هره څانګه چې مېوه نیسي هغه اصلاح کوي، ترڅو ډېره مېوه ونیسي.
    جان 15: 2
  • په ما کې پاتې شئ لکه څنګه چې زه په تاسو کې پاتې کېږم. لکه څنګه چې یوه څانګه په خپله مېوه نه شي نیولی ترڅو هغه په تاک کې پاتې نه وي، تاسو هم مېوه نه شئ نیولی ترڅو چې په ما کې پاتې نه شئ.
    جان 15: 4
  • د خپل بدن یو غړی هم د یوې وسیلې په توګه د بدۍ په اختیار کې مه ورکوئ، بلکې خپل ځانونه خدای ته وسپارئ او د هغو کسانو په شان چې د مرګ نه را ژوندي شوي دي، د خپل بدن غړي خدای ته د عدالت او رښیتنولۍ دپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړئ.
    د روميانو 6: 13
  • نو له دې امله ای خویندو او ورونو! زه د خدای د رحمتونو په خاطر ستاسو نه غوښتنه کوم چې خپل ځانونه خدای ته د ژوندۍ او سپېڅلې قربانۍ په توګه چې هغه ته د منلو وړ وي، وړاندې کړئ. دا ستاسو رښتینی او مناسب عبادت دی. د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې په خپل نوي فکر سره خپل ځان بلکل بدل کړئ. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده
    د روميانو 12: 1, 2
  • دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختميږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى. نو دغه شان زمُونږ دَ يو ساعت لږ مُصيبت زمُونږ دَ پاره بے کچه درُوند اَؤ آبدى جلال پيدا کوى.
    دوېم کورنتيان 4: 16, 17
  • اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.
    اول کورنتيان 10: 13
  • اګر که مُونږ په دُنيا کښے ژوندُون تيروُو خو دَ دُنيا په مُطابق جنګيږُو نه. ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى.
    دوېم کورنتيان 10: 3, 4
  • خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى. دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.
    دوېم کورنتيان 12: 9, 10
  • زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې شروع کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي.
    فيليپيان فيليپيان 1: 6
  • د ایمان په جنګ کې ښه وجنګېږه او تلپاتې ژوند تر لاسه کړه، ځکه چې ته خدای د تلپاتې ژوند دپاره غوره کړی یې چې د ډېرو شاهدانو په حضور کې په ښه ډول د خپل ایمان اقرار وکړې.
    اول تيموتيوس 6: 12
  • لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه.
    تيموتيوس دويم 2: 3
  • ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمایښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ، ځکه تاسو پوهېږئ چې دا ستاسو د ایمان په ازمایښت کې ستاسو صبر او زغم زیاتوي.
    د یعقوب لیک 1: 2, 3
  • نو له همدې امله خپل د خدای تابعداري کوئ او د شیطان په وړاندې ټینګ ودرېږئ، نو هغه به درڅخه وتښتي.
    د یعقوب لیک 4: 7
  • د دې دپاره تاسو خوشحالي وکړئ، که څه هم تاسو باید د یو څه وخت دپاره د هر ډول ازمایښتونو او سختیو سره مخ شئ. د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي.
    اول پطروس 1: 6, 7
  • هغه زما په ژبه نوې نغمه راوستلهزمونږ خدای ته د ثنا سندرهډېر به یې وویني او وبه ډار شيتوکل به وکړي په څښتن باندې
    زبور 40: 3
  • زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.
    حزقى‌ايل 36: 26
  • نو مونږ د خپل تعمید په وسیله د هغه سره ښخ شولو او ورسره مړه شولو. لکه څنګه چې مسیح د پلار په جلال کې د مړو نه راژوندی شو نو مونږ به هم نوی ژوند ولرو.
    د روميانو 6: 4
  • دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول.
    دوېم کورنتيان 5: 17
  • خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.
    افسیسیان 4: 23, 24
  • ای خویندو او ورونو، زه فکر نه کوم چې هغه مې تر لاسه کړي دي. خو یو کار چې زه یې اوس کوم، هغه دا دی چې څه چې تېر شوي دي هغه هېر کړم او هغه څه چې مې مخکې دي د هغو دپاره ډېر کوښښ وکړم. زه د هدف پسې هلې ځلې کوم، ترڅو هغه جایزه تر لاسه کړم چې د هغې دپاره خدای زه د عیسی مسیح په وسیله اسماني ژوند ته بللی یم.
    فيليپيان - فيليپيان 3: 13, 14