بخښنه


  • که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي. خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.
    متى 6: 14, 15
  • عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
    لوقا 23: 34
  • هغې ځواب ورکړ: «هېچا هم نه، ښاغلیه.» عیسی وویل: «نو بیا زه هم تا نه محکوموم، ځه او بیا نوره ګناه مه کوه.»]
    جان 8: 11
  • آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
    أيشعياه 43: 25
  • بختور دي هغه خلک چې په نورو باندې رحم کوي،ځکه چې په هغوی به رحم وشي.
    متى 5: 7
  • نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښماو نور به د هغوی ګناهونه نه رایادوم.›»
    العبرانيين 8: 12
  • بیا پطروس عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! که زما ورور زما سره کومه بدي وکړي، هغه څو ځلې وبخښم؟ ایا اووه ځلې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه نه وایم چې اووه ځلې، بلکې اووه وارې اویا ځلې.
    متى 18: 21, 22
  • خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی. هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي.
    جان 1: 9
  • څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخهدومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ
    زبور 103: 12
  • د خپلو خلکو څخه د بدل اخیستلو پسې مه ګرځئ. د هغوی څخه کرکه مه کوئ، خو د نورو سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. زه څښتن یم.
    لاویان 19: 18
  • ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادارتل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
    زبور 18: 25
  • ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یېد هغه چا سره کوې مینه تلپاتېچې کړي سوال درڅخه
    زبور 86: 5
  • مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوههغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه. نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شېاو د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
    متلونه 3: 3, 4
  • که چېرې تاسو خپل ورور د زړه نه ونه بخښئ، نو زما اسماني پلار به هم ستاسو سره همداسې وکړي.»
    متى 18: 35
  • او هرکله چې تاسو د دعا دپاره ودرېږئ نو که ستاسو په زړونو کې د چا په خلاف کوم څه شی وي هغه وبخښئ ترڅو ستاسو اسماني پلار هم ستاسو ګناهونه وبخښي.
    مرقوس 11: 25
  • د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، نو تاسو به تر قضاوت لاندې نه نیول کېږئ. نور خلک مه ملامتوئ، نو خدای به تاسو نه ملامتوي. نور خلک وبخښئ، نو خدای به تاسو وبخښي.
    لوقا 6: 37
  • د دې په ځای په یو بل مهربانه او زړه سواندي اوسئ او لکه څنګه چې خدای په مسیح کې تاسو وبخښلئ، نو تاسو هم یو بل وبخښئ.
    افسیسیان 4: 32
  • یو بل وزغمئ او که چېرې د یو بل نه کومه ګیله او شکایت لرئ، یو بل وبخښئ، لکه څنګه چې څښتن تاسو بخښلي یئ نو همداسې تاسو یو بل وبخښئ.
    کولسیان 3: 13
  • پام کوئ، هسې نه چې په تاسو کې څوک د خدای د فضل نه بې برخې شي او ستاسو په منځ کې کوم څوک ترخې او زهرجنې ریښې وځغلوي چې د تکلیف سبب شي او د هغه له امله ډېر خلک فاسد شي
    العبرانيين 12: 15