روزي


  • ځکه چې د پیسو سره مینه کول د ډېرو بدیو بنیاد او سرچینه ده. ځینو خلکو چې د پیسو سره ډېر شوق پیدا کړی دی، نو خپل ایمان یې له لاسه ورکړی دی او په ډېرو غمونو یې خپل زړونه سوري سوري کړي دي.
    اول تيموتيوس 6: 10
  • خو لومړی د خدای د پاچاهۍ او د هغه د رضا د پوره کولو کوښښ وکړئ، نو بیا به دا ټول شیان هم تاسو ته درکړل شي.
    متى 6: 33
  • خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ. په تاسو او ستاسو په ټول قوم لعنت دے، ځکه چې تاسو ما نه غلا کړې ده. خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر
    ملاکى 3: 8-10
  • زما خدای به ستاسو ټولې اړتیاوې د خپلې پرېمانه شتمنۍ له مخې د عیسی مسیح په وسیله پوره کړي.
    فيليپيان - فيليپيان 4: 19
  • له ځوانۍ نه بیا تر اوسه چې زه زوړ یمما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدليچې څښتن وي دوی پرې ایښيیا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال
    زبور 37: 25
  • او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو نو هغه به یې اوري. که چېرې مونږ په دې پوهېږو چې کله چې د هغه نه هرڅه وغواړو نو هغه یې اوري، نو په دې باندې هم باید پوه شو چې که هرڅه د هغه څخه وغواړو نو مونږ ته یې راکوي.
    جان 5: 14, 15
  • دی څښتن زما شپونکیزه هېڅ شي ته محتاج نه یم
    زبور 23: 1
  • د لوږې او احتیاج نه ځوانان زمریان هم ځوریږيخو هغه چې رجوع وکړي څښتن تهد هغوی دپاره نه به وي کمی د نعمتونو
    زبور 34: 10
  • ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږودا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی
    زبور 68: 19
  • زه څښتن خدای یم ستاسوچې مې د مصر نه راوویستلئخلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو
    زبور 81: 10
  • څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شانهغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزتنه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخهد چا چې لارې وي بې داغه لارې
    زبور 84: 11
  • نېک انسان په مړه ګېډه ډوډۍ خوريخو د بدکارانو نس به تل وږی وي.
    متلونه 13: 25
  • خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ. خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“د ګناه نه ډک ښار
    أيشعياه 1: 19, 20
  • زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.
    حزقى‌ايل 34: 26
  • د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی.
    متى 6: 8
  • وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي. ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او څوک یې چې ولټوي، نو پیدا به یې کړي او څوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي.
    متى 7: 7, 8
  • نو تاسو چې بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره ښه شیان هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه ویې غواړي!
    متى 7: 11
  • که تاسو ایمان ولرئ نو هرڅه چې په دعا کې وغواړئ هغه به لاسته راوړئ.»
    متى 21: 22
  • عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «کله چې ما تاسو بې د پیسو له کڅوړې، بې خورجینې او بې له څپلیو ولېږلئ، ایا په هغه وخت کې تاسو سره د کوم شي کمی ؤ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
    لوقا 22: 35
  • دغه شان مالِک هم مُقرر کړى دى چه دَ زيرى آؤروُونکے دِ دَ زيرى په وسيله ګُزاره کوى.
    اول کورنتيان 9: 14
  • او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو.
    جان ۱ 3: 22